شپږیزه لیګ سیالۍ؛ هندوکش پامیر او بست امو لوبډلو ته ماتې ورکړه
د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سياليو په لړ کې، هندوکش ستورو پامیر زلمي او د بست ساتونکو بیا امو نهنګانو ته ماتې ورکړه. د دغه ليګ د نن ورځې لومړۍ لوبه د هندوکش ستوري…
د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سياليو په لړ کې، هندوکش ستورو پامیر زلمي او د بست ساتونکو بیا امو نهنګانو ته ماتې ورکړه. د دغه ليګ د نن ورځې لومړۍ لوبه د هندوکش ستوري…
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، ۵۳۴ افغان کډوال په داوطلب او اجباري ډول له ایران او پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ١٩،٨ ميليونه افغانيو په لګښت دوه فرعي سړکونه په اساسي بڼه جوړېږي.
نامعلومو وسلهوالو د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د دارالمعلمين يو استاد وژلى دى.
د جوزجان امنیه قومانداني وایي، «د وسلهوالو غلو او انسان تښتوونکو» یوه شپږ کسیزه ډله د دغه ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې نیول شوې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رياست چارواکي وايي، د تېرو حکومتونو د نه پاملرنې او طبيعي افتونو له امله د دغه ولايت تاريخي ځايونه او ابدې زيانمنې شوې دي.
د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر سرپرست وزير وايي، د دغه وزارت کړنې به هېڅکله د نړۍوال تعامل قرباني نه شي او نه به هم په دې برخه کې نړۍوالو فشارونو ته غاړه کېږدي.
په ټوله اروپا کې په بې سارې توګه ګرمي زیاته شوې او د هسپانیې لومړي وزیر ویلی چې تر اوسه له ګرمۍ څخه ۵۰۰ کسان مړه شوي دي.
افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې د راتلونکې میاشتې له پیل څخه به د دواړو هیوادونو باربري لارۍ اجازه ولري چې ددواړو هېوادونو ټولو سیمو ته ازاد تګ راتګ وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما وایي، سره له دې چې په تېرو لسو میاشتو کې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راغلی، خو بیا هم په دې موده کې دوه زره ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په بېلا بېلو برخو کې له بشري حقونو سرغړونې شوې، خو سرپرست حکومت دا راپور ردوي.
خوست ولایت کې يو شمېر ځوانانو د لاريون پرمهال د بشر حقونو له نړيوالې ادارې غوښتنه وکړه چې د نړيوالو زبر ځواک هېوادونو لخوا په افغانستان کې ترسره شوي جنګي جرمونه وڅيړي او مجرمين دې د محکمې مېز ته راکش کړي.
په غزني کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې ځايي چارواکي وايي، دوی په دغه ولایت کې له سېلاب ځپلو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو لړۍ پيل کړه.
د شبرغان ښار کوویډ- ۱۹ روغتون چې مخکې یې ۵۰ بسترونه لرل، اوس یې شمېر لسو ته راټيټ شوی او له میاشتو بندېدو وروسته یې نن خپل فعالیت بېرته پیل کړ.
د برېښنا شرکت وايي، د هرات نورالجهاد سب سټېشن پروژه د یوې اونۍ په اوږدو کې پیلېږي چې له بشپړېدو وروسته به هرات ته له ترکمنستانه ۱۰۰ مېګاواټه برېښنا وارده شي.
په سرپل ولایت کې د انګورو بڼوال وایي، سږ کال یې د باغونو د انګورو حاصلات ډېر شوي دي، خو د پلور لپاره یې مناسب مارکېټ نشته.
د لغمان د الینګار ولسوالۍ د څلورو کليو اوسېدونکي په خپله سیمه کې د سیند پر سر د پله له نشتوالي سر ټکوي او هلته د کېبلي پول د جوړېدو غوښتنه کوي.
د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سياليو په لړ کې نن د مس عینک لوبډلې بند امیر او سپین غر بیا کابل بازانو ته ماتې ورکړه.
د زابل او هلمند ولایتونو حکومتي مسوولين وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شاوخوا ٥٠٠ کسان کولرا ته په ورته ناروغۍ اخته شوي دي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل په پخوانۍ تایمني سیمه کې یو کس له ۸۰۰زره افغانیو سره چې له يوه صراف څخه يې غلا کړې وې، ونیول شو.
ځیني ناسم باورونه او خرافات چې پخوا به د ځينو کورنیو د مشرانو له خوا په جدي ډول تعقیبېدل، اوس هم په یو شمېر کورنیو کې شته دي، خو پوهان خلکو ته سپارښتنه کوي چې دا راز عقیدې دې له ځانه لرې کړي.
په ننګرهار کې د افغانستان بانک له لوري د افغانۍ زړو بانکنوټونو د چلښت په تړاو صرافانو او هټۍوالو ته نوې طرحه ورکړل شوه. د دغې طرحې له مخې، يوازې هغه بانکنوټونه چې شکل يې تغير شوی وي د چلښت وړ نه دي، خو پر نورو ټولو بايد راکړه ورکړه ترسره شي.
د فېسبوک ادارې د ملي راډیو ټلوېزیون پښتو او دري او دغه راز د باختر اژانس فېسبوکپاڼې تړلې دي.
په بلخ ولایت کې د پنبې او نباتي غوړیو د تولید دولتي فابریکې د بیارغونې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي او په نږدې راتلونکي کې به يو ځل بيا فعاليت پيل کړي.
د مالیې وزارت وایي، په تېرو ۱۱ میاشتو کې د ډبرو سکرو له صادراتو شاوخوا شپږ میلیارده افغانۍ ګمرکي عواید ترلاسه شوي دي.