ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږیزه لیګ سیالۍ؛ هندوکش پامیر  او بست امو لوبډلو ته ماتې ورکړه

شپږیزه لیګ سیالۍ؛ هندوکش پامیر او بست امو لوبډلو ته ماتې ورکړه

author avatar
21 Jul 2022 - 17:19
شپږیزه لیګ سیالۍ؛ هندوکش پامیر  او بست امو لوبډلو ته ماتې ورکړه
author avatar
21 Jul 2022 - 17:19

کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۱۴۰۱): د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو سياليو په لړ کې، هندوکش ستورو پامیر زلمي او د بست ساتونکو بیا امو نهنګانو ته ماتې ورکړه.

د دغه ليګ د نن ورځې لومړۍ لوبه د هندوکش ستوري او پامیر زلمي لوبډلو ترمنځ وشوه.

په دغه لوبه کې د هندوکش لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ٢٠ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۸ منډې وکړې او پامیر زلمي لوبډلې ته يې د  ۱۷۹منډو هدف وټاکه.

په توپ وهنه کې د هندوکش لوبډلې له لوري شبیر نوري ۴۸، حضرت الله ۳۲، عثمان نوري هم ۳۲  او شمس الرحمن بیا ۲۴ منډې جوړې کړې.

همدارنګه په توپ اچونه کې سید شیرزاد درې، شاپور ځدراڼ دوه، دولت ځدراڼ او رحمت شاه بیا د هندوکش  یو– یو لوبغاړي وسوځول.

بلخوا بیا د پامیر زلمي لوبډلې یاد هدف پوره نه کړ او په شلو اورونو کې یې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۹ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۳۰ منډو په توپير هندوکش لوبډلې ته وبایلله.

د پامیر زلمي لوبډلې له لوري عثمان غني ۶۱، غمي ځدراڼ ۲۳ او سید شیرزاد ۱۵ منډې جوړې کړې.

په  توپ اچونه کې فطرت الله درې، حمید حسن، عبدالله عادل، زبید اکبري او مسلم موسی د پامیر زلمي  لوبډلې یو– یو  لوبغاړي وسوځول.

دغه‌راز د شپږیزه لیګ د نن ورځې دویمه لوبه د بست ساتونکو او امو نهنګان لوبډلو ترمنځ وشوه.

په یاده سیالۍ کې د امو نهنګانو لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د نهو لوبغاړو په سوځېدو  ۹۶ منډې جوړې کړې او مقابل لوري ته یې ۹۷ منډې هدف وټاکه.

د امو نهنګانو لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې رحیم منګل ۲۲، مراد مرادي هم ۲۲ او کامران بیا ۱۶منډې جوړې کړې.

دغه‌راز په توپ اچونه کې د بست ساتونکو لوبډلې له لوري عبدالرحمن څلور، ضیاوالرحمن بیا د امو نهنګانو لوبډلې دري  لوبغاړي وسوځول.

همدارنګه یاد هدف د بست ساتونکو لوبډلې په ۹م اور کې د یو لوبغاړی په سوځېدو سره پوره کړ او امو نهنګانو لوبډلې ته یې د ۹ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د بست ساتونکي لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې حشمت الله شهیدي ۲۹، افسر خان ۲۸ او حسن بیا ۲۵ منډې وکړې.

Visits: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.