د کانونو وزارت ۷ ورځو کې څه باندې ۵۶۵ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په اوو ورځو کې یې څه باندې ۵۶۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، په اوو ورځو کې یې څه باندې ۵۶۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د افغانستان بانک وایي، سبا (د چنګاښ ۱۳مه) شاوخوا ۱۳ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره په پکتیکا کې له ۵۰۰ زلزلهځپلو کورنيو سره د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اړینو توکو مرسته کوي.
چارواکي وايي، په کندهار ښار کې یوه کس د خپلې طلاق کړې مېرمنې پر خپلوانو برید کړی؛ یو کس یې وژلی، دوه ښځې او یو بل کس یې ټپیان کړي دي.
ناپېژاندو وسلهوالو د بغلان په مرکز پلخمري کې د پخواني حکومت يو متقاعد افسر او قومي مشر وژلى دى.
د افغان ښځو د حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، په قطر کې د افغانستان او امریکا ترمنځ په دوه ورځنیو مذاکراتو کې د اعتراض په توګه له ګډونه ډډه کړې ده.
د کندهار ولایت مقام وایي چې د مرافعه محکمې د حکم له مخې درې کسان په ۳۹، ۳۹ دُرو ووهل شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د القاعده او اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې پر شتون اندېښنه ښودلې او د افغانستان پر کنګل شوو پېسو یې هم خبرې کړې دي.
د لغمان ولایت د کرنې ریاست وايي، په الينګار او الیشنګ ولسواليو کې پر ۱۸۰۰ بزګرو ۱۶ ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
د زابل مسوولین وايي، په مرکز کلات او شاجوی ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو دوه پروژې بشپړې شوې. د زابل د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي حکمت الله رهبر پژواک خبري اژانس…
تېره اونۍ افغانستان کې ۳۴ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، امریکا وویل، د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادولو پر طرحه کار کوي او وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست قطر کې، په دې تړاو د امریکا له استازي سره خبرې وکړې، خو تراوسه له کنګله د دغې پانګې د ایستلو عملي ګام نه دی پورته شوی.
د ننګرهار چارواکي وايي، لعلپورې ولسوالۍ کې يې د قېمتي ډبرو غير قانوني کېندنې او قاچاق په تور ۹ کسان نيولي دي.
د مالیې وزارت وایي، په تېرو لسو میاشتو کې یې د کابل نړیوال هوایي ډګر د ګمرک له برخې څه باندې ۴۰۰ میلیون افغانۍ عواید راټول شوي دي.
په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، تورخم دروازې ته څېرمه د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته تر يو ټېلر موټر لاندې وژل شوی سپين ږيری افغان نه، بلکې د يو پاکستاني خبريال پلار دی.
پولیس وایي، د کابل ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې یو صراف له انسان تښتوونکو ژغورلی او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
د کندهار ملي بس تصدۍ په یوه تازه ګام کې پنځه له کاره لوېدلي مليبسونه ترمیم کړي او نن (د چنګاښ ۱۱مه) یې بېرته په ښار کې په فعالیت پیل وکړ.
ترکیه وایي، هغه ۱۳۶ افغان ګډوال بېرته افغانستان ته لېږي چې په ناقانونه ډول دغه هېواد ته ورغلي دي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست په مشرۍ د حکومت او خصوصي سکټور یو ګډ پلاوی د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو د خبرو په موخه ازبکستان ته ولاړ.
نن د تېرې شنبې په پرتله د هندي بورې او پټرولو بیې ټيټې شوې، خو د ګاز او ډېزل تېلو بیې لوړې شوې دي.
د حزب اسلامي مشر، د علماوو په غونډه کې د «انصاري» پر هغو څرګندونو چې د مخالفینو سر دې غوڅ کړل شي، سختې نیوکې کړې دي؛ وایي غونډه کې باید د اجنډا له مخې د اساسي قانون، له سياسي ګوندونو سره تعامل او د نجونو د تحصيل په څېر پر مهمو مسایلو خبرې شوې وای.
په فاریاب ولایت کې سیمهییزې سرچینې وايي، یوه ۱۴کلن هلک خپل ۷۰ کلن پلار د تبر په وسیله وژلی دی. له جنايي جرمونو سره د مبارزې رييس مفتي محمد اسماعيل فرقاني پژواک خبري اژانس ته…
د کابل- کندهار لارې موټر چلوونکي او مسافر وايي، دغه لار په تېرو دوو لسیزو کې د جګړو، ماین چاودنو او باروړونکو موټرو د درانه وزن له امله، سخته خرابه شوې او په ډېر کړاو تګ راتګ ورباندې کوي.