ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ازبکستان د لنډ مهال لپاره افغانستان ته ۶۰ سلنه وارداتي برېښنا کمه کړې

ازبکستان د لنډ مهال لپاره افغانستان ته ۶۰ سلنه وارداتي برېښنا کمه کړې

author avatar
12 Jan 2022 - 14:08
ازبکستان د لنډ مهال لپاره افغانستان ته ۶۰ سلنه وارداتي برېښنا کمه کړې
author avatar
12 Jan 2022 - 14:08

کابل(پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۰): برېښنا شرکت وایي، ‏‎ازبکستان له دغه شرکت سره له همغږۍ پرته افغانستان ته ٦٠ سلنه وارداتي برېښنا کمه کړې، خو تمه ده چې دغه ستونزه په څو ورځو کې حل شي.

د دغه شرکت د خبرپاڼې له مخې، ازبکستان ویلي وارداتي برېښنا یې د برېښنا د کمښت او تخنیکي ستونزې له امله کمه کړې ده.

سرچینه زياتوي: «د دغه هېواد په تیلې مرجان سټېشن کې تخنیکي ستونزه رامنځته شوې او دوی پرې کار کوي چې له کبله یې افغانستان ته د وارداتي برېښنا په لېږد کې کموالی راوستی دی.»

سرچینه وایي، ازبيکي چارواکو ډاډ ورکړی چې دغه ستونزه به د دوه یا درېیو ورځو په ترڅ کې حل شي.

سرچينه زياتوي، د ازبکستان برېښنا له کمېدو سره د افغانستان د ١٦ ولایتونو برېښنا بې نظمه شوې او له اوږدمهاله پرچاويو سره مخ شوي دي.

افغانستان دا مهال د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران له وارداتي برېښنا ګټه پورته کوي.

Views: 146

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.