کندهار (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۰): په کندهار کې بې کاري او بې روزګاري تر وروستي حده ډېره شوې او هره ورځ په زرګونو خلک د کار په لټون له کورونو وځي خو تش لاس بېرته ستنېږي.
په دې ډله کې د کندهار تر څنګ د نورو ولایتونو هغه سلګونه ځوانان هم شامل دي چې په دې وروستیو کې له نورو ولایتونو دغه ولایت ته په کار او روزګار پسې راغلي دي.
دغه بې روزګاره کسان وايي، هره ورځ له سهاره تر ماښامه د کار په تمه د کندهار ښار په څلورلارو کې تېروي خو کار نه ورته پیدا کېږي.
۳۸ کلن رفیع الله د کندهار د دامان ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې کندهار ښار ته په مزدوري پسې راغلی دی.
هغه پژواک اژانس ته وویل: ((پخوا که هره ورځ نه و نو یوه نه بله ورځ حتماً روزانه مزدوري پیدا کېدله، ۳۵۰ افغانۍ به مې وګټلې او په همدې پیسو مې د کور ګوزاره کوله، خو اوس په اوونیو او میاشتو کار نه پیدا کېږي.))
نوموړی چې د اووه کسیزې کورنۍ سرپرست دی وايي، پخوا په کندهار کې تعمیراتي کارونه ډېر وو، مزدوري په اسانه پيدا کېدله خو له تېرو پنځو میاشتو راهیسې چې حکومت بدل شوی ټول کارونه درېدلي، اوس د پخوا په شان تعمیراتي کارونه او پروژې نشته چې ده او په زرګونو نورو ځوانانو ته په کې کار وموندل شي.
دی وايي: ((ډېره سخته ده چې هره ورځ له کوره په کار پسې راوځم او ماښام بېرته تش لاس ستنېږم.))
هغه وویل، په وار وار یې د کور توکي پلورلي څو اولادونو ته ډوډۍ واخلي خو نور په کور کې هم د پلورلو څه پاتې نه دي.
نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې کارګرو ته د کار زمینه برابره کړي، ځکه هغوی تر وروستي حده غربت ځپلي دي او د خپلو اولادونو د مړولو لپاره هیڅ وسیله نه لري.
کندهار ته د هلمند، اروزګان، زابل، غزني او ان وردګو ولایت څخه هم په سلګونو ځوانان راغلي او دلته په کار او روزګار پسې سرګردانه دي.
دوی هم وايي چې ټوله ورځ د ښار په چوکونو کې تېره کړي خو کار نه شي موندلای.
له غزني څخه کندهار ته په کار پسې راغلی دادالله وایي، یوه میاشت کېږي چې د کار په لټه کندهار ته راغلی خو په دې موده کې یې یوازې یوه ورځ روزانه مزدوري کړې ده.
هغه پژواک ته وویل، که څه هم د یوې ورځې کار مزد ۳۵۰ افغانۍ دی خو حاضر دی ټوله ورځ په ۱۰۰ افغانۍ کار وکړي څو د ډوډۍ او اتاق پیسې برابرې کړي.
دی وايي، په سلګونو ځوانان پېژني چې په دې وروستیو کې له غزني، وردګو او نورو ولایتونو کندهار ته راغلي خو تر اوسه بې روزګاره دي.
نوموړی زیاتوي، پیسې نه لري کنه نو له افغانستانه یې پښې سپکولې او پر قاچاقي لارو ایران یا نورو هېوادونو ته، ته.
محمد انور بیا له زابل څخه کندهار ته په کار پسې راغلی او وايي چې دوه میاشتې مخکې ایران ته تللی و خو په لاره کې ونیول شو.
هغه پژواک اژانس ته وویل، د ایراني ځواکونو له خوا له نیول کېدو وروسته بېرته افغانستان ته را واړول شو او اوس له مجبورۍ کندهار ته راغلی، ګوندې کار ورته پیدا شي.
دی وایي، هره ورځ د کار په لټه ښار ته راځي خو تر اوسه یې هیڅ کار نه دی موندلی، په داسې حال کې چې کورنۍ یې د ده په تمه ناسته ده چې پیسې به وروړي.
د کندهار اوسېدونکي هم وايي چې په دې وروستیو کې هغه کارګر چې روزانه مزدوري یې کوله بې کاره شوي او له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي.
د کندهار ښار د پنځمې ناحیې یو اوسېدونکی نقیب الله وايي، پخوا په کندهار کې تعمیراتي کارونه ډېر وو، په کندهار ښار او ولسوالیو کې بېلابېلې رغنیزې پروژې روانې وې چې زرګونو کسانو ته په کې کار موندل کېده خو اوس هر څه په ټپه درېدلي دي.
دی وايي، له څو میاشتو تېرېدو وروسته اوس باید حکومت پر داسې لارو چارو کار وکړي چې له مخې یې کارګرو ته کار وموندل شي.
که څه هم تر ډېره په کندهار کې د بیارغونې کارونه درېدلي خو ښاروالي وايي چې سلګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې او هڅه کوي لا ډېرو کسانو ته کار پیدا کړي.
د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند پژواک خبري اژانس ته وویل، دا مهال د کندهار په نهمه ناحیه کې د سړک او کانال جوړولو تر څنګ په نورو ناحیو کې هم د بیارغونې بېلابېل کارونه روان دي چې سګونه کسان په کې په کار بوخت دي.
دی وایي، ښاروالي هڅه کوي د بې کارۍ د له منځه وړلو په موخه بېلابېلې پروژې پیل کړي چې دا مهال د ښاروالۍ مشرتابه د بېلابېلو موسساتو له ډونرانو سره په خبرو بوخت دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د کارګرو تر څنګ په زرګونو هغه لوستي کسان هم بې کاره دي چې مخکې یې په دولتي ادارو، موسساتو او خصوصي شرکتونو کې کار کاوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP