ژبه

فطرت: پر افغانستان د تحریمونو د دوام پرېکړه ظالمانه ده

کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د ا.ا مرستیال ویاند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري پر ا.ا د بندیزونو د څار کمېټې د ماموریت غځېدو په غبرګون کې ویلي، دا پرېکړه «ظالمانه» ده، تاوان یې عام ولس ته رسېږي او کابل له ټولو جهتونو سره عادي اړیکې غواړي.

د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه پرېکړه‌لیک په تصویب سره پر اسلامي امارت د بندیزونو د څار کمېټې ماموریت د ۱۴ نورو میاشتو لپاره وغځاوه.

دغه پرېکړه‌لیک د جمعې په ورځ (د لېندۍ ٢٣مه) د دې شورا د پنځلسو غړو په رايو سره تصويب شو.

د راپورونو له مخې، دا کمېټه په اسلامي امارت لګېدلي بندیزونه څاري چې په‌ کې د اسلامي امارت او اړوندو اشخاصو د شتمنیو کنګل کول، سفري بندیزونه او د وسلو بندیزونه شامل دي.

د اسلامي امارت ویاند حمدالله فطرت د یادې پرېکړې په غبرګون کې ویلي: «موږ د تحریمونو د دوام دا دا پرېکړه ظالمانه بولو او محکموو یې، په افغانستان د تحریمونو په دوام سره د افغانستان د خلکو حقونه ضایع کېږي، پخوا هم تحریمونو د فشار په توګه کومه نتیجه نه وه ورکړې. د ناکامو تجربه تکرارول منطقي کار نه دی او تاوان یې یوازې عام ولس ته رسېږي.»

فطرت دغه راز ویلي، دا پرېکړه د بشر حقونو له داعیې سره هم په ټکر کې ده او اسلامي امارت غواړي چې د ملګرو ملتونو په شمول له ټولو جهتونو سره اړېکې عادي شي.