نیلي (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۰): د دایکنډي سیمه ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مرکز خدیر او نیلي ولسوالیو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو په نتیجه کې دوه کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د دايکنډي د والي د دفتر رييس مولوي خليل پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښې په تېرو دوو ورځو کې رامنځته شوې دي.
د هغه په وينا، لومړۍ پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د دغه ولايت د مرکز نيلي ښار په “هجدي” کلي کې د يوه فلانکوچ موټر چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې يو کس په کې مړ شوى او ۹ نور ټپیان شوي دي.
هغه زياته کړه: «دويمه پېښه د سه شنبې په شپه (د سلواغې په ۵مه) د خدير ولسوالۍ په کورګه کلي کې د نيلي – اشترلي پر لاره د يوه فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې چې يو کس په کې مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي.»
د خليل په وينا، د یادو دوو پېښو ټپيان د درملنې په موخه د دايکنډي ولايتي روغتون ته لېږدول شوي، چې د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى، خو د نورو بیا مخ په ښه کېدو دى.
هغه وويل، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
نوموړي یادو د ترافيکي پېښو لامل پر سړکونو واوره او یخک او د موټر چلوونکو بې احتياطي وبلله.
شاوخوا يوه مياشت مخکې هم د دايکنډي ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې د هلمند په سیند کې د يوه فلاينکوچ موټر د ډوبېدو په پېښه کې څلور ښځې مړې او د دوو ماشومانو په ګډون څلور کسان پکي ټپيان شوي وو.
دايکنډي د هېواد په مرکز کې يو له محرومو، د سختو لارو او وروسته پاتې ولايتونو دى چې هر کال د دې ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي د خرابو او تنګو سړکونو او د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP