ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سره وکتل

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سره وکتل

author avatar
29 Jan 2022 - 15:49
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سره وکتل
author avatar
29 Jan 2022 - 15:49

کابل (پژواک،۹ سلواغه ۱۴۰۰): د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د یوه لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راغلی او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست او نورو چارواکو سره یي لیدلي دي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان په یوه ټویټ کې لیکلي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معیدیوسف د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره لیدلي دي.

هغه دغه راز ویلي چې پاکستاني پلاوی به د حکومت له چارواکو سره د بشري مرستو او اقتصادي همکاریو په اړه څو ناستې ولري.

د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني رسنیو ته ویلي چې یاد پلاوي له افغان چارواکو سره د بېلا بېلو مسایلو په اړه خبرې پیل کړې دي.

ټاکل شوې وه چې یوسف د مرغومي په ۲۸ مه کابل ته راشي، خو د هغه سفر د نا معلومو دلایلو له مخې وځنډېده.

 

 

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.