Pajhwok Afghan News

«د پاکستاني طالبانو لاس ته د ناټو د وسلو لوېدو خبر حقیقت نه لري»

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۰): د سرپرست حکومت یوه چارواکي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هغه خبره ناسمه بللې چې ګواګې پاکستاني طالبانو ته د ناټو پاتې وسلې په لاس ورغلې او زیاتوي چې ټول نظامي تجهیزات په هېواد کې خوندي دي.

په بلوچستان کې له جګړې وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د پاکستان له جیو ټلوېزون سره په خبرو کې ادعا کړې چې په افغانستان د ناټو پاتې وسلې د پاکستاني طالبانو لاس ته ورغلې او له هغو د پاکستان پر ضد ګټه اخلي.

هغه دغه راز زیاته کړې: «ترهګر د افغانستان له خاورې پاکستان ته راځي او د بریدونو له ترسره کولو وروسته بېرته یاد هېواد ته پناه وړي.»

دغه پاکستان چارواکي دغه راز ویلي چې د پاکستان حکومت پر هڅو سربېره له پاکستاني طالبانو سره خبرې کومې پایلې ته ونه رسېدې.

په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دغه هېواد پارلمان ته وویل چې د پاکستاني طالبانو د وړاندیزونو شرایط حکومت ته د منلو نه دي نو له جګړې پرته بله لار نشته.

خو د افغانستان سرپرست حکومت بیا ټينګار کړی چې هیچا ته به د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد د فعالیت اجازه ورنه کړي.

د پاکستان پوځ د پنجشنبې ورځ (د سلواغې ۱۴مه) تایید کړه چې په بلوچستان کې د بلوچ طالبانو له خوا  پر امنیتي اډو د برید له امله د یاد هېواد اووه سرتېري او ۱۵ ترهګر وژل شوي دي.

د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د دغه خبر په ردولو سره ټينګار لري چې ټول نظامي وسایل په هېواد کې محفوظ دي او هیڅوک نه شي کولی چې ان یو کلاشینکوف له هېواده بهر کړي.

هغه زیاتوي چې هر څوک داسې کړنې وکړي، سخته سزا به وویني.

Views: 75

Exit mobile version