«د پاکستاني طالبانو لاس ته د ناټو د وسلو لوېدو خبر حقیقت نه لري»
د سرپرست حکومت یوه چارواکي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هغه خبره ناسمه بللې چې ګواګې پاکستاني طالبانو ته د ناټو پاتې وسلې په لاس ورغلې او زیاتوي چې ټول نظامي تجهیزات په هېواد کې خوندي دي.


