ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره میاشت څه باندې پنځه زره ماشومان په “شري” اخته او ۴۵ یې له امله مړه شوي

تېره میاشت څه باندې پنځه زره ماشومان په “شري” اخته او ۴۵ یې له امله مړه شوي

author avatar
12 Feb 2022 - 17:03
تېره میاشت څه باندې پنځه زره ماشومان په “شري” اخته او ۴۵ یې له امله مړه شوي
author avatar
12 Feb 2022 - 17:03

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۰): د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، له تېر ۲۰۲۱ زېږدیز کال راهیسې په ټول هېواد کې ۳۵ زره ماشومان د شري په ناروغي اخته شوي چې ۲۱۴ تنه یې له امله مړه شوي دي.

په دې لړ کې د تېرو میاشتو په پرتله د سږني کال په جنوري میاشت کې د شري په ناروغي د اخته ماشومانو شمېر تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

په دې میاشت کې شپږ زره ماشومان د شري په ناروغي اخته شوي چې ۴۵ تنه یې له امله مړه شوي دي.

دا معلومات د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر له پژواک خبري اژانس سره شریک کړل.

نوموړي وویل، په ماشومانو کې د شري ناروغي د ډېرېدو لامل د واکسین نه تطبیق کېدل دي.

دی وايي، تېر کال د هېواد د میلیونونو ماشومانو له جملې یوازې ۴ زره ۴۶۹ ماشومانو ته د شري واکسین ورکړل شوی دی.

هغه زیاته کړه، له همدې امله نه یوازې تېر کال په شري د اخته ماشومانو شمېر ډېر و بلکې د روان کال په جنوري میاشت کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

دی وايي، د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په جنوري میاشت کې د هېواد په کچه د شري ناروغۍ ۵ زره او ۴۶۵ پېښې ثبت شوې دي چې له دې جملې ۴۵ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه وویل: ((په تېر یو کال کې په هلمند کې ۱۴۲۴، په کابل کې ۹۹۳، په کندوز کې ۹۵۹، په کندهار کې ۵۴۴، په جوزجان کې ۴۵۴، په بدخشان کې ۴۳۷، په بلخ کې ۴۲۱، په بادغیس کې ۳۶۲، په اروزګان کې ۳۴۸، په غور کې ۳۴۶، په ننګرهار کې ۲۷۲ او په تخار کې ۲۷۰ ماشومان د شري په ناروغي اخته شوي دي.))

دی زیاتوي، دغه راز په لغمان کې ۲۳۵، په سنمګان کې ۲۳۱، په لوګر کې ۲۰۹، په پکتیا کې ۲۰۱، په هرات کې ۱۸۳، په فاریاب کې ۱۵۴، په بغلان کې ۱۴۴، په نیمروز کې ۱۳۳، په میدان وردګ کې ۱۰۳، په کاپیسا کې ۱۰۱، په خوست کې ۸۲، په پکتیا کې ۶۸، په نورستان کې ۶۴، په غزني کې ۵۱ او پاتې نور په بېلابېلو نورو ولایتونو کې پر دې ناروغي اخته شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغو شمېرو ته په کتو له تېر زېږدیز کال راهیسې د هېواد په کچه ټولټال ۳۵ زره او ۹۹۸ ماشومان د شري په ناروغي اخته شوي چې ۲۱۴ ورڅخه مړه شوي دي.

بل خوا د روغتيا نړيوالې ادارې هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو په افغانستان کې د شري ناروغي په ډېرېدو اندېښنه ښودلې او څرګنده کړې یې ده چې په دې وروستیو کې نه یوازې په دې ناروغي د ماشومانو اخته کېدل ډېر شوي بلکې مړینه یې هم ډېره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، سره له دې چې په تېر ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې هم د هېواد په کچه په ماشومانو کې د شري ناروغي ډېره وه خو د ۲۰۲۲ کال د جنوري تر پایه دا کچه ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې میاشت کې د شري ناروغۍ ۳۵ زره او ۳۱۹ شکمنې پېښې ثبت شوې وې چې د لابراتواري معایناتو په پایله کې درې زره یې مثبتې وې.

دغه راز سرچینه زیاتوي چې په دې موده کې له پنځو کلونو په کم عمر ماشومانو کې د مړینې موارد ۹۱ سلنه وو.

د یادونې ده چې په ټول هېواد کې له ۲۰۱۷ زېږدیز کاله بیا تر اوسه ۸۴ زره او ۵۷۳ ماشومان د شري په ناروغي اخته شوي چې ۵۰۲ ماشومان ورڅخه مړه شوي او پاتې نور روغ شوي دي.

شری ویروسي ناروغي ده چې ماشومان پرې اخته کېږي، تر ټولو جدي عوارض یې ړوندوالی، د مغزو پړسېدل، نس ناستې او د تنفسي جهاز جدي التهاب دی.

دا ځل په هېواد کې په داسې حال کې د شري ناروغۍ د ډېرېدو خبر ورکول کېږي چې ډېر خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.