پلخمري (پژواک,۲۹ سلواغه ۱۴۰۰) : په شمالي سالنګ کې د مسافر وړونکي او واورې پاکوونکي لوډر موټر ترمنځ د ټکر په پېښه کې ۱۲ کسان ژوبل شوي دي.
د سالنګ لویې لارې د څار اوساتنې ادارې مسوول قاضي عبدالله عبید د یادې پېښې په تایید پژواک ته وویل چې په شمالي سالنګ کې یو ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی موټر د سالنګ لویې لارې څخه د واورو پاکوونکي لوډر موټر سره ټکر کړی دی.
هغه وایي چې په دغه پېښه کې ټول ۱۲ کسان ژوبل شوي چې ددریو کسانو روغتیایي د اندیښنې وړ ښودل شوي دي.
خو د بغلان ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي وایي په دغه پېښه کې یوازې دوه کسان ژوبل شوي.
هغه د بغلان ولایت د ترافیکو مدیر له قوله پژواک ته وویل د شمالي سالنګ په شاقول سیمه کې د مسافر وړونکي او د سالنګ ادارې کرینګ موټر سره د ټکر پېښه کې دوه کسان چې یو یې موټر چلوونکی دی ټپیان شوي .
د یادونې ده چې د تېرې یکشنبې پر ورځ هم په شمالي سالنګ کې په چپه شوي موټر کې د اور لګېدنې له امله چلوونکی او کلینر دواړه مړه شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP