ژبه

بغلان کې د یوې ترافیکي پيښې له امله ۱۲ تنه ټپیان شوي

پلخمري (پژواک,۲۹  سلواغه ۱۴۰۰) :  په شمالي سالنګ کې د مسافر وړونکي او واورې پاکوونکي لوډر موټر ترمنځ د ټکر په پېښه کې ۱۲ کسان ژوبل شوي دي.

د سالنګ لویې لارې د څار اوساتنې ادارې مسوول قاضي عبدالله عبید د یادې پېښې په تایید پژواک ته وویل چې په شمالي سالنګ کې یو ۴۰۴ ډوله  مسافر وړونکی موټر د سالنګ لویې لارې څخه د واورو پاکوونکي لوډر موټر سره ټکر کړی دی.

هغه وایي چې  په دغه پېښه کې ټول ۱۲ کسان ژوبل شوي چې ددریو کسانو روغتیایي د اندیښنې وړ ښودل شوي دي.

خو د بغلان ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي وایي په دغه پېښه کې یوازې دوه کسان ژوبل شوي.

هغه د بغلان ولایت د ترافیکو مدیر له قوله پژواک ته وویل د شمالي سالنګ په شاقول سیمه کې د مسافر وړونکي او د سالنګ ادارې کرینګ موټر سره د ټکر پېښه کې دوه کسان چې یو یې موټر چلوونکی دی ټپیان شوي .

د یادونې ده چې د تېرې یکشنبې پر ورځ هم په شمالي سالنګ کې په چپه شوي موټر کې د اور لګېدنې له امله چلوونکی او کلینر دواړه مړه شوي وو.