ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کورنۍ وايي، د ماشومانو ژوند دې یې وژغورل شي

پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کورنۍ وايي، د ماشومانو ژوند دې یې وژغورل شي

author avatar
6 Mar 2022 - 17:07
پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کورنۍ وايي، د ماشومانو ژوند دې یې وژغورل شي
author avatar
6 Mar 2022 - 17:07

کابل )پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۰): پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو یو شمېر کورنۍ له مرستندویه موسسو او حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی د ماشومانو ژوند دې وژغوري، د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د خوارځواکۍ د کابو کولو لپاره د ځینو پروګرامونو له پیلېدو خبر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په وروستیو ورځو کې د «وضعیت بشردوستانۀ یونیسف در افغانستان: ۱ تا ۳۱ جنوری  ۲۰۲۲» تر عنوان لاندې راپور خپور کړی او یو ځل بیا یې ویلي چې په دغه هېواد کې د ماشومانو د مرستې لپاره دوه میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

خوارځواکي څه ده؟

د ډاکترانو په خبره، خوارځواکي هغو مواردو ته ویل کېږي چې د کس غذايي رژیم د مطلوبې سلامتۍ لپاره کافي مغذي مواد یا د هغه معادل غذايي مواد تیار نه کړي.

دوی وايي، ناکافي تغذیه د خوارځواکۍ یو ډول دی؛ دغه پېښه هغه وخت رامنځته کېږي چې بدن کافي اندازه خواړه ترلاسه نه کړي. دغه کموالی کولای شي د ودې د ځنډ، وزن کمېدو یا د بدن د تحلیل لامل شي، پر خوارځواکۍ اخته کس به د ویټامینونو له کمښت سره مخ شي چې له امله یې یاد کس له ځينو ناروغیو لکه د لیدو په برخه کې له ستونزې سره مخ کېږي.

په کابل کې د اندراگاندي روغتون د ماشومانو برخې متخصص ډاکتر محمد عارف حسنزی وايي، خوارځواکي هغو مواردو ته ویل کېږي چې د کس غذايي رژیم د مطلوبې سلامتۍ لپاره کافي مغذي مواد یا د هغه معادل غذايي مواد تیار نه کړي.

هغه زیاته کړه: ((خوارځواکي دوه ډوله ده: لومړی هغه خوارځواکي ده چې د بې اندازې ډنګروالی وي، د ماشوم یوازې پوست او هډوکي پاتې کېږي، ډېر زیات کم ځانی کېږي، عضلات یې ویلې کېږي، بل ډول یې د پړسوب په ډول ښکاره کېږي چې کولای شي په حاد او مزمن ډول وي.))

حسنزی وايي، پر خوارځواکۍ اخته ماشومان د ډېرې کمزورۍ له امله پر بېلابېلو ناروغیو لکه سینه بغل، ژېړي او نورو ناروغیو اخته کېږي.

نوموړي وویل: ((که پر خوارځواکۍ اخته ماشومان پر وخت تداوي نه شي، ژوند ته یې خطر دی، که روغ هم شي، ښايي پر وده او نمو یې اغېز وکړي، د بېلګې په ډول، د ماشومانو ونه یا قد به لنډ وي، یا ښايي د جوړ ماشوم په څېر ذکاوت ونه لري، لکه د خوارځواکۍ د لاملونو په اړه مو چې وویل، که ماشوم ته کافي خواړه ورسېږي، که کورنۍ پر ټاکلي وخت له خوارځواکۍ څخه خبرې شي او خپل ماشوم ته کافي خواړه ورکړي، دا خپله یوه وقایه ده.))

حسنزي زیاته کړه، د خوارځواکۍ د وقایې لپاره ماشوم باید له زېږېدو وروسته تر پنځو کلونو واکسین شي.

د هغه په خبره، د خوارځواکۍ د وقایې بله لار دا ده چې میندې باید ماشومانو ته خپلې شیدې ورکړي، له مصنوعي شیدو استفاده ونه کړي؛ ځکه د مور شیدې د نوي زېږېدلي ماشوم لپاره تر ټولو غوره مغذي خواړه دي او د دې ترڅنګ د ناروغیو مخه نیسي.

نوموړی وايي، میندې باید د خپلو شیدو ترڅنګ له شپږو میاشتو وروسته خپلو ماشومانو ته خواړه هم ورکړي.

د صحت طفل په روغتون کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د ثبت شمېر

په کابل کې د اندراگاندي روغتون د ماشومانو د داخلې متخصص ډاکتر محمد عارف حسنزی وايي چې په وروستیو دوو کلونو کې د کرونا ویروس خپرېدو او سیاسي بدلونونو له امله په هېواد کې بېوزلي ډېره شوې او له امله یې پر ځوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ شوی دی.

هغه وویل: ((سږ کال په افغانستان کې د تېرو کلونو په پرتله د خوارځواکۍ پېښې ډېرې شوې، خو دا په دې معنا نه دي چې موږ تېر کلونه پر خوارځواکۍ اخته هيڅ ناروغ نه درلود.))

حسنزی وايي، تېر کال په دغه روغتون کې پر خوارځواکۍ اخته ۵۷۰ کسان ثبت شوي وو، خو سږ کال دغه شمېر۷۰۰ ته لوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه: ((هغه ماشومان چې ضمیمه يي ناروغۍ لري، درمل ورته استفاده کوو، خو که یوازې پر خوارځواکۍ اخته ويؤ د ځانګړو شیدو له لارې یې درملنه کوو.))

هغه زیاته کړه: «هغه ماشومان چې ضمیمه یي ناروغي لري، موږ د دوی لپاره له درملو ګټه اخلو، خو که یوازې خوارځواکي وي، د ځانګړو شیدو له لارې یې درملنه کوو.»

هغه پر خوارځواکۍ د اخته کسانو ډېرېدنه د اندېښنې وړ وبلله، خو ویې ویل چې که د بسترونو له کمښت سره مخ شي، ان پر هلېزونو کې یې هم چپرکټونه ایښي او ناروغان پرې بستروي.

د یادونې ده، دا مهال په یاد روغتون کې ۱۵ په خوارځواکۍ اخته ناروغان بستر دي.

حسنزي په ټینګار سره وویل: «د اتاق له اړخه لږ ستونزې لرو؛ خو موږ هڅه وکړه چې هغه اتاقونه چې ناروغانو ترې ګټه اخیسته او موږ نه شو کولای ناروغ ته ځواب ورکړو، ان که مو په روغتون کې اتاقونه کم درلودل؛ له دهلېزه مو هم استفاده کړې ده؛ ان له یوه بستره مو د دوو ناروغانو لپاره هم ګټه اخيستې ده.»

حسنزي په یوه پیغام کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو کورنۍ هم مرستې غواړي

قمرګل، د یوه دوه کلن ماشوم نیا ده چې له خوارځواکۍ ځورېږي او دا مهال د کابل په اندراګاندي روغتون کې بستري ده.

دا وايي، د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته یې زوی چې په یوه غیر دولتي اداره کې یې کار کاوه، بېکاره شو او اقتصادي وضعیت یې ورځ تر بلې خراب شو‎.

د هغه په ​​وينا، هغه مهال چې اقتصادي وضعيت یې ښه و او ښه خواړه يې درلودل، روغ و؛ خو له هغه وروسته چې له مالي ستونزو سره مخ شول، دغه ماشوم ورو ورو کمزوری شو او په پای کې په خوارځواکۍ اخته شو.

قمرګل زیاتوي: «مخکې مو دوه ډاکترانو ته وړی؛ خو ډاکترانو ورته وویل، دا ماشوم د صحت طفل روغتون ته بوځئ، هلته ښه کېږي او اوس یوه اوونۍ کېږي چې په دغه روغتون کې بستر دی.»

هغه وايي چې کانګې، بې اشتهایي او د ویښتو تویېدل د هغه نښې دي چې په ​​لمسیانو کې یې موندل شوې او په پایله کې یې ډېر وزن له لاسه ورکړ.

نوموړي له اړمنو کورنیو سره د مرستو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

په دغه روغتون کې په خوارځواکۍ د نورو اخته ماشومانو ميندو، له پژواک سره له مرکې کولو ډډه وکړه؛ خو دوی ټولو د خپلو ماشومانو د خوارځواکۍ لامل اقتصادي ستونزې وبللې او له مرستندویه موسسو او عامې روغتیا وزارته یې د مرستې غوښتنه وکړه.

دغو ميندو له حکومت، په ځانګړې توګه د عامې روغتيا له وزارته وغوښتل چې هغوی د ماشومانو ژوند ژغورلو ته پاملرنه وکړي.

د روغتیا وزارت د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره پلانونه لري

د عامې روغتيا وزارت وياند جاوېد هژیر پژواک ته وويل، دغه وزارت د روغتيا نړيوال سازمان او د خوړو نړيوال پروګرام په مرسته په هېواد کې د خوارځواکۍ د مخنيوي په موخه ځيني پروګرامونه به لاره اچولي دي.

د هغه په ​​خبره، دغه وزارت له مرستندويه موسسو سره په همکارۍ د غني شوو شيدو او ويټامين لرونکي بیسکېټو د وېش پروګرام پيل کړى دى.

هغه زیاته کړه: «د مور د شیدو اهمیت او د خوړو د تنوع په نوم د کمپاین پیلولو ترڅنګ مو په دې وروستیو کې د خوړو نړیوال سازمان په مرسته د خوراکي توکو د تولید ماشینونه پېرلي چې په نږدې راتلونکي کې به دا هم فعالیت پیل کړي.»

د هژير په وينا، له ٤،٤ ميليونو ميندو او تر پنځه کاله د کم عمره ماشومانو له ډلې په خوارځواکۍ اخته دي، ١،١ ميليون ماشومان په سختې خوارځواکۍ او ٢،٣ ميليونه نور يې له منځنۍ خوارځواکۍ سره مخ دي.

هغه يادونه وکړه چې په ټول افغانستان کې له ١٣ سوو ډېر لومړني روغتيايي مرکزونو فعال دي چې د خوارځواکۍ ناروغانو د درملنې زمينه برابره پکې برابره ده.

Views: 137

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.