ژبه

نیمروز کې خلک ولایتي روغتون کې د غوږونو او ستوني برخې ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي

زرنج (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): د نیمروز ځیني اوسېدونکي د دغه ولایت په ولایتي روغتون کې د غوږونو او ستوني برخې ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي، بلخوا، د نیمروز د عامې روغتیا ریاست هم دغه ستونزه مني او وايي چې د حل لپاره یې پلان لري.

د زرنج ښار یوې اوسېدونکې سلیمې احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ولایتي روغتون کې د غوږونو او ستوني ډاکټران نشته او ناروغان له ستونزو سره مخ دي.

هغې زیاته کړه چې څه موده مخکې د غوږ تکلیف ورته پیدا شوی و، د نیمروز ولایتي روغتون کې د غوږونو ډاکټر نشتوالي له امله هرات ته ولاړه او هلته یې درملنه وکړه.

نوموړې زیاته کړه: «خلک ډېر سرګردانه کېږي، بل ولایت ته د درملنې لپاره تګ ډېر مصرف لري، ټول خلک دغه امکانات نه لري، خپله ما په سلو بدبختیو پیسې برابرې کړې، د یوې ورځې لپاره هرات ته لاړم، له ډاکټره مې درمل واخیستل، که په نیمروز کې د غوږونو ډاکټر وای، دومره اوږد سفر به مې نه کاوه، زه به اته میاشتې نه ځورېدم، ژر به مې درملنه شوې وه، پیسې به مې کمې مصرف شوې وې، د یوې شپې په سفر ۱۵ زره افغانۍ مصرف شوې.»

سلیمې د عامې روغتیا له وزارته غواړي چې په دې برخه کې پاملرنه وکړي او د نیمروز ولایتي روغتون کې دې د غوږونو او ستوني ډاکټران وګوماري.

ورته مهال، د زرنج ښار بل اوسېدونکی شمس‌الدین هم چې په دغه ولایت کې د غوږونو او ستوني ډاکټر نشتوالي له امله کابل ته تللی وايي: «کلونه کېږي چې په نیمروز کې د غوږونو او ستوني متخصص ډاکټران نشته، ډېری ناروغان نورو ولایتونو ته ځي.»

هغه زیاته کړه: «شپږ میاشتې مې غوږ درد وکړ، په دولتي روغتون او هم په شخصي کلینیکونو کې د غوږونو او ستوني ډاکټران نشته، په ټول ولایت کې د غوږونو یو ډاکټر نشته، اړ شوم هرات ته ولاړ شم، هلته مې یوه نسخه درمل مې واخیستل، ښه نه شوم، بل وار کابل ته لاړم، بله نسخه مې واخیسته.»

دغه‌ راز، د یاد ولایت د چخانسور ولسوالۍ اوسېدونکی عزیزاحمد نوري وايي: «په ټوله کې په نیمروز ولایت کې متخصص ډاکټران کم دي او خلک د ساده ناروغیو لپاره هم اړ دي نورو ولایتونو ته ولاړ شي.»

هغه زیاته کړه: «د زوی غوږ کې مې تېره اونۍ پلاستیکي مرمۍ تللې وه؛ دا چې دلته د غوږونو او ستوني ډاکټران نشته، هرات ته د یوې ساده ستونزې لپاره لاړم، پنځه زره افغانۍ مې مصرف کړې، ډاکټر مې د زوی له غوږه په یوه دقیقه کې مرمۍ وایسته، بېرته راغلم، که موږ دلته ډاکټر ولرو، ولې به له خپل کاره پاتې کېږو او یوه ساده ستونزه په لوړ لګښت راته تمامه شي.»

ورته مهال، د نیمروز د عامې روغتیا رییس مولوي عبدالله په دغه ولایت کې د غوږونو او ستوني متخصص ډاکټرانو نشتوالی تایید کړ او زیاته یې کړه: «د دې ستونزې د حل لپاره د عامې روغتیا ریاست له لوري هڅې شوې دي، خو تر اوسه یې پایله نه ده ورکړې.»

هغه چې ویل یې، د یاد روغتون په تشکیلاتو کې د غوږونو او ستوني ډاکټران نشته زیاته کړه چې دغه ستونزه د جمهوریت له وخته ده، د حل لپاره یې هڅې کېږي او د ډاکټرانو د جذب لپاره یې عامې روغتیا ته وړاندیز کړی دی.

ورته موضوع