ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دقیق له حکومتي چارواکو سره په لیدنو کې؛ اروپايي هېوادونه افغانستان کې د پروژو تمویل ته هڅوي

دقیق له حکومتي چارواکو سره په لیدنو کې؛ اروپايي هېوادونه افغانستان کې د پروژو تمویل ته هڅوي

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۰): سلطان مسعود دقیق چې له ۳۸ کلونو وروسته هېواد ته راغلی، وایي، المانیان به وهڅوي څو په افغانستان کې د مرستو نوی څپرکی پرانیزي.

په نړیواله کچه د بشري او پرمختیايي پروژو پلې کېدا په برخه کې تجربه لرونکی افغان، سلطان مسعود دقیق نن (سې شنبې) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له مرستیال ارسلا خروټي، د لوړو زده کړو وزارت له علمي مرستیال لطف الله خیرخواه، د اوبو او برېښنا وزارت له مرستیال مولوي عارف الله عارف او د کابل ښاروالۍ له مالي او اداري مرستیال مولوي عصمت الله عاصم سره ولیدل.

د یادونې ده، دقیق تېره ورځ د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره هم لیدلي او د هېواد پر مهمو مسایلو غږېدلي دي.

د یادو وزارتونو مرستیالانو سلطان مسعود دقیق ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اړوندو وزارتونو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او په هېواد کې د پانګونې لپاره یې د اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال ارسلا خروټي وویل، حکومت هڅه کوي چې له شته سرچینو په ګټې اخیستنې ټولو خلکو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې شي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه په هېواد کې د تخصصي روغتونونو لپاره د تجهیزاتو، امبولانسونو او نورو اسانتیاوو برابرولو غوښتنه وکړه.

هغه وویل چې د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي بیولوژي، فزیک او کیمیا څانګې او پولتخنیک پوهنتون مجهزو لابراتورونو او د اروزګان او نورستان پوهنتونونه تدریسي خونو، لیلیې او کتابتونونو ته اړتیا لري.

د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ مرستیال مولوي عارف الله عارف، سلطان مسعود دقیق ته په هېواد کې د برېښنا د تولید په برخه کې د سرچینو په اړه معلومات ورکړل.

هغه په دې اړه خوښي څرګنده کړه چې هېواد ته یو مسلکي شخص راغلی دی.

د اوبو او برېښنا وزارت مل تخنيکي پلاوي ژمنه وکړه چې د وزارت د ځینو هغو پروژو اسناد او معلومات به په لیکلې بڼه له مسعود دقیق سره شریکوي چې مخکې یې سروې او څېړنه شوې ده، څو په تړاو یې له تمویلوونکو سره په ګډه پروژې ترتیب او عملي شي.

دغه راز د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي عصمت الله عاصم هم د ښاروالۍ اړوندو پروژو تطبیقولو په برخه کې د فرصت برابرولو ژمنه وکړه.

سلطان مسعود دقیق په یادو لیدنو کې د افغانستان د مختلفو برخو په اړه له معلوماتو اخیستو وروسته د وزارتونو مرستیالانو ته ډاډ ورکړ، هڅه به وکړي د اروپایي هېوادونو حکومتونه وهڅوي څو په افغانستان کې د کار کولو لپاره پروژې تمویل کړي.

ده وویل، د افغانانو حالت یې له نږدي ولید، دې په پام به د افغانستان رښتینی انځور اروپایي ټولنې او د نورو هېوادونو استازو ته وړاندې کړي څو له حکومت سره تعامل ته حاضر شي.

دی وایي: «سوداګرۍ ته نه یم راغلی، د دې لپاره راغلم چې خلک راسره مرسته وکړي څو په هېواد کې له افغانانو سره څنګه مرسته کولای شو.»

هغه زیاته کړه، په هېواد کې د امنیت احساس کوي او له سړکونو د موانعو لرې کولو له امله په کابل ښار کې تګ راتګ اسانه شوی او د امنیتي کسانو له خوا تلاشۍ هم په ډېر احترام سره کېږي.

د ده په وینا، د سرینا په هوټل او الوتکو کې د ښځو کار کول ښيي چې سرپرست حکومت د ښځو حقونو ته ژمن دی، له همدې امله المانیان هڅوي چې په افغانستان کې د مرستو یو نوی څپرکی پرانيږي.

دقیق زیاتوي، هڅه کوي جرمنيان او نور اروپایي هېوادونه د افغانستان د اوسني حکومت پر رسمیت پېژندلو ته وهڅوي.

د یادونې ده، سلطان مسعود دقیق په اسیایي او افریقایي هېوادونو کې د پراختیایي او بشرپالنې پروژو پلې کولو له امله د لومړني افغان تجربه لرونکي شخص په توګه له جرمني څخه په ۱۳۹۴ کال کې د وړتیا مډال ترلاسه کړی دی.

Visits: 1281

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.