کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، په افغانستان کې امنیت او یووالی اوس د منځنۍ او سوېلي اسیا هېوادونو لپاره یو ښه فرصت دی چې د خپلمنځي سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ او نورو اقتصادي برخو کې لويې پروژې پلې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن (یکشنبه) د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره ولیدل.
سرچينه لیکلي، په دې کتنه کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پر تجارتي، اقتصادي او په راتلونکي کې د منځنۍ اسیا او افغانستان ترمنځ د اړیکو د لا ژورتیا په اړه خبرې وشوې.
سرچينې د کاملوف په حواله کښلي، په افغانستان کې امنیت او یووالی اوس د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو لپاره یو ښه فرصت دی چې د خپلمنځي سوداګرۍ، انرژۍ، ترانسپورټ او نورو اقتصادي برخو کې لويې پروژې عملي کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP