ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېرو درېيو مياشتو کې په ننګرهار کې د شري ١٠٥٠ ناروغان ثبت شوي

په تېرو درېيو مياشتو کې په ننګرهار کې د شري ١٠٥٠ ناروغان ثبت شوي

author avatar
22 Mar 2022 - 17:49
په تېرو درېيو مياشتو کې په ننګرهار کې د شري ١٠٥٠ ناروغان ثبت شوي
author avatar
22 Mar 2022 - 17:49

[restrict paid=”true”]

جلال اباد (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۱): د ننګرهار د روغتيا رياست چارواکي وايي چې په تېرو شاوخوا درېيو مياشتو کې په مرکز جلال او ولسواليو کې د شري ناروغۍ ١٠٥٠ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په ورته وخت کې بيا د ننګرهار اوسېدونکي د شري ناروغۍ ډېروالي اندېښمن کړي او د مخنيوي لپاره يې د جدي هلو ځلو غوښتنه کوي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند نقيب الله رحيمي د وري په ۲مه پژواک اژانس ته وويل چې د ۲۰۲۲ کال له پيله تر اوسه په جلال اباد ښار او لسو ولسوالیو کې د شري ناروغۍ ۱۰۵۰ پېښې ثبت شوې دي.

د په وينا، په دې موده کې د شري ناروغۍ ۶۹۰ پېښې په جلال اباد ښار، ۱۵۲ په پچيراګام، ۱۱۵ په غني خېلو، په ۳۵ کامې، ٢٠ په بهسودو، ۱۷ په خوږياڼو، ۱۵ په چپرهار، ۱۳ په شېرزادو، ۵ په لعلپورې، ۴ په اچين، ۳ په نازيانو او يوه پېښه په روداتو ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

دی وايي، په جلال اباد ښار، پچيراګام او بهسودو ولسواليو کې بېړنی کمپاين هم پيل شوی او ماشومانو ته له شري ناروغۍ د خلاصون په موخه واکسين ورکول کېږي.

د روغتيا رياست وياند وايي، پېښې ښايي تر دې لوړې وي خو ډېر خلک له کورنيو درملو ګټه اخلي او يا هم شخصي روغتونونو او کتنځايونو ته ځي نو ځکه يې ارقام نه دي ثبت شوي.

د رحيمي په وينا، په هغو ولسواليو کې چې پېښې ډېرې ثبت شوې، د عامه پوهاوي ډلې هم لېږل شوې چې د کلي ملا امامان، قومي مشران او عام ولس ته د ماشومانو د ساتنې په موخه عامه پوهاوی ورکړل شي.

نوموړی وايي، تر اوسه د مړينې کومه پېښه نه ده ثبت شوې خو که چېرې دوی پر وخت اقدام نه وای کړی نو شونې وه چې پېښې ډېرې شوې او ځيني ماشومان مړه شوي واى.

په ورته وخت کې ولسي خلک غوښتنه کوي چې د شري ناروغۍ د مخنيوي لپاره دې تدابير زيات شي.

د پچيراګام ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ملک خان محمد پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د شري پېښې ډېرې شوې که څه هم کمپاين پيل شوی خو بايد ګړندی شي او د ولسوالۍ ټولو سيمو ته وغځول شي.

دغه راز د لعلپورې ولسوالۍ سورۍ تيږې سيمې يوه اوسېدونکي سبحان الله چې د کورنۍ درې ماشومان يې پر شري ناروغۍ اخته شوي وايي، ډېر وروسته دې سيمې ته د واکسين کسان ورغلل چې د کلي ډېر ماشومان په شري اخته شوي وو.

د شري د مخنيوي يواځېنۍ لار ماشومانو ته د واکسين تطبيقول دي چې د روغتيا نړيوالۍ ادارې په حواله په هر هېواد کې بايد لږ تر لږه ٩٥ سلنه ماشومان له ناروغيو د مخنيوي په موخه واکسين شي.

[/restrict]

Views: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.