کابل (پژواک، ۱۴ وروغتون ری ۱۴۰۱): د ایمرجنسي روغتون وایي، د کابل ښار شهزاده سرای کې د لاسي بم چاودنه کې لسګونه کسان ټپیان شوي، خو د کابل امنیه قومانداني وایي چې په دغه برید کې یو کس وژل شوی او لس نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په کابل کې د اسعارو تر ټولو په ستر مارکېټ شهزاده سرای کې یوه کس د غلا په موخه لاسي بم غورځولی او لس کسان یې سرسري ټپیان کړي دي.
دغه برید نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې وشو.
ایمرجنسي روغتون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له یادې چاودنې ۵۷ ټپیان دغه روغتون ته وړوړل شوي او له دې ډلې روغتون دېرش کسان منلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP