ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایمرجنسي وايي، د کابل له چاودنې لسګونه ټپیان ور وړل شوي

ایمرجنسي وايي، د کابل له چاودنې لسګونه ټپیان ور وړل شوي

author avatar
3 Apr 2022 - 15:27
ایمرجنسي وايي، د کابل له چاودنې لسګونه ټپیان ور وړل شوي
author avatar
3 Apr 2022 - 15:27

کابل (پژواک، ۱۴ وروغتون ری ۱۴۰۱): د ایمرجنسي روغتون وایي، د کابل ښار شهزاده سرای کې د لاسي بم چاودنه کې لسګونه کسان ټپیان شوي، خو د کابل امنیه قومانداني وایي چې په دغه برید کې یو کس وژل شوی او لس نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په کابل کې د اسعارو تر ټولو په ستر مارکېټ شهزاده سرای کې یوه کس د غلا په موخه لاسي بم غورځولی او لس کسان یې سرسري ټپیان کړي دي.

دغه برید نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې وشو.

ایمرجنسي روغتون پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له یادې چاودنې ۵۷ ټپیان دغه روغتون ته وړوړل شوي او له دې ډلې روغتون دېرش کسان منلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.