ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان والي: د ځینو مرستندویه ادارو کړنې عادلانه نه دي

د اروزګان والي: د ځینو مرستندویه ادارو کړنې عادلانه نه دي

author avatar
6 Apr 2022 - 15:18
د اروزګان والي: د ځینو مرستندویه ادارو کړنې عادلانه نه دي
author avatar
6 Apr 2022 - 15:18

ترینکوټ (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۱): د اروزګان والي پر ځینو مرستندویه ادارو نیوکې کوي چې کړنې یې عادلانه نه دي، له همدې امله خلک او مسوولین دواړه ترې ناراضه دي.

والي حاجي دعوت دا څرګندونې په ولایت مقام کې د مرستندویه ادارو له استازو سره په یوې ناسته کې وکړې.

هغه زیاته کړه، هره ورځ ګڼ شمېر کسان له لرو سیمو ولایتي ادارې ته په شکایت ورځي او وايي، له بشري مرستو پاتې دي او حق یې نه ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، له بده مرغه یو شمېر مرستندویه ادارو خپل فعالیتونه یوازې تر مرکز ترینکوټ پورې محدود کړي او لرو ولسوالیو ته یې هیڅ پام نه دی کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.