ترینکوټ (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۱): د اروزګان والي پر ځینو مرستندویه ادارو نیوکې کوي چې کړنې یې عادلانه نه دي، له همدې امله خلک او مسوولین دواړه ترې ناراضه دي.
والي حاجي دعوت دا څرګندونې په ولایت مقام کې د مرستندویه ادارو له استازو سره په یوې ناسته کې وکړې.
هغه زیاته کړه، هره ورځ ګڼ شمېر کسان له لرو سیمو ولایتي ادارې ته په شکایت ورځي او وايي، له بشري مرستو پاتې دي او حق یې نه ورکول کېږي.
نوموړي زیاته کړه، له بده مرغه یو شمېر مرستندویه ادارو خپل فعالیتونه یوازې تر مرکز ترینکوټ پورې محدود کړي او لرو ولسوالیو ته یې هیڅ پام نه دی کړی.
د ده په خبره، د اروزګان په لرو سیمو کې په زرګونه داسې کورنۍ ژوند کوي چې کلونه کېږي له فقر او بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي خو هیڅ راز مرسته نه ده ورسره شوې.
والي د مرستندویه ادارو استازي مخاطب کړل، ویې ویل: ((تاسې خپلې چارې د ښار په څنډو کې د ګوتو په شمېر تر څو کلیو پورې محدودې کړې خو ډېر شمېر نورې سیمې مو له پامه غورځولې دي، نه پوهېږم ولې هر ځل د دغو کلیو له اوسېدونکو سره تکراري مرستې کېږي خو ډېر شمېر بېوزلي بیا له هر راز مرستو بې برخې دي.))
هغه ګواښ وکړ چې روان توپیري چلند ورته د زغم وړ نه دی، مرستندویه ادارې باید د ولایت په ټولو نږدې او لرو سیمو کې د بېوزلو کورنیو د په نښه کولو لپاره سروې وکړي او خپلې مرستې تر هغوی په شفافه توګه ورسوي.
د ده په خبره، اوس په ټول ولایت کې امنیت ټینګ دی، د موسسو کارکوونکي هرې سیمې ته په ډاډه زړه سفر کولای شي، که کوم څوک له ستونزې سره مخ کېږي، ولایتي اداره یې د هواري لپاره چټګ اقدام کوي.
والي یو ځل بیا له مرستندویه ادارو وغوښتل چې بشري مرستې دې له کوم توپیر پرته د دغه ولایت ټولو اوسېدونکو ته ورسوي.
ده ټينګار وکړ چې مرستندویه ادارې دې هغه تګلاره عملي کړي چې د بشري مرستو د ښه وېش په موخه د ولایت مقام له خوا جوړه شوې ده.
خو په دې ناسته کې د مرستندویه ادارو مسوولینو او استازو وویل، هڅې کوي خپل خدمات د دغه ولایت د ټولو سیمو تر اوسېدونکو ورسوي څو ټول یو شان ترې برخمن شي.
د یوې مرستندویه ادارې مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، که څه هم هڅه کوي مرستې د ولایت تر ټولو سیمو پورې ورسوي خو بیا هم په ترینکوټ ښار کې د نورو سیمو په پرتله ډېرې اړې کورنۍ اوسېږي چې د تېرو جګړو پر مهال له خپلو کورونو بېځایه شوې دي.
هغه ژمنه وکړه چې د ولایتي ادارې له خوا د مرستندویه ادارو د چارو د لاښه شفافیت نوې تګلاره به عملي کوي او د اړتیا پر مهال به له دولتي مسوولینو د همکارۍ غوښتنه کوي.
په اروزګان کې دا مهال ۲۱ ملي او نړیوالې مرستندویه ادارې او ولایتي دفترونه شته چې په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري او ډېرې یې د بېوزلۍ د له منځه وړو په برخه کې د بشري مرستو د وېش مسوولیت لري.
له دې مخکې د مرستندویه ادارو مسوولینو ویلي وو چې یو شمېر سیمه ییز چارواکي، زورواکي او واسطه لرونکي د دوی په چارو کې لاسوهنې کوي او فعالیتونه یې له پوښتنې سره مخ کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









