Pajhwok Afghan News

کابل ته د ۳۲ میلیون ډالرو ۲۵مه کڅوړه راورسېده

کابل (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۱): د افغانستان بانک وايي، هېواد ته د بشري مرستو په لړ کې تېره ورځ یو ځل بیا ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر نغده مرسته راورسېده.

د افغانستان بانک پر خپل ټويټر لیکلي چې په څو وروستیو میاشتو کې افغانستان ته د بشري مرستو له پیله تر دې مهاله دا پنځه ويشتم ځل دی چې له هېواد سره دا ډول او په همدې کچه مرسته کېږي.

سرچينه زياتوي، دغه پيسې یوه سوداګریز بانک ته سپارل شوې دي.

د افغانستان بانک له هېواد سره د نړیوالې ټولنې له مرستو د هرکلي ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غواړي چې خپلې مرستې د بانکي سکټور له لارې ترسره کړي.

سرچينې زياته کړې: «د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه له ټولو نړیوالو مالي او بانکي بنسټونو سره د نېکو اړیکو غوښتونکی دی او تمه لري چې نړیواله ټولنه هم د افغانستان بانک سره د غوره بانکي اړیکو په پاللو کې مرسته او د بانکي اړیکو د اسانتیا په برخه کې همکاري وکړي.»

راپورونه ښيي چې تېره اوونۍ په درېیو پړاوونو کې د نړیوالې ټولنې ۹۶ میلیون ډالره نغدي مرستې کابل ته رارسېدلې او په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته تر اوسه د دغو مرستو رقم ۷۲۴ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

Views: 73

Exit mobile version