ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډله: امریکا دې د افغانستان شتمني خوشې کړي

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډله: امریکا دې د افغانستان شتمني خوشې کړي

author avatar
25 Apr 2022 - 22:51
د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډله: امریکا دې د افغانستان شتمني خوشې کړي
author avatar
25 Apr 2022 - 22:51

اټلانټا (پژواک، ۵ غویی ۱۴۰۱) : د ملګرو ملتونو د کارپوهانو یوې ډلې ویلي چې امریکا او د افغانستان اوسني سرپرست حکومت دواړه د ښځو د حقونو د وضعیت د خرابیدو مسوول دي.

د یادې څلوارلس کسیزې ډلې لخوا د غویي په ۵مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د جنسیت پر اساس تاوتریخوالی د افغان ښځو او نجونو لپاره یو اوږدمهاله او جدي ګواښ بلل شوی دی.

ددغو کارپوهانو په وینا، د افغانستان په اړه د امریکا وروستیو اقداماتو هم په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت خطرناک کړی دی، خو په دغې اعلامیې کې په دې هکله چې د امریکا کوم اقدامات د افغان ښځو د حقونو د له منځه تللو لامل شوي، جزییات نه دي ذکر شوی.

دامریکا غږ د راپور له مخې، ملګرو ملتونو،  امریکا او ډېرو نورو هیوادونو د ښځو او بشري حقونو ته د نه درناوي او د ښځو او نجونو د زده کړو د مخنیوي په اړه د اوسني افغان حکومت کړنې غندلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د خپلواکو کارپوهانو په اعلامیې کې د جزيياتو له ورکولو پرته راغلي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت ډېر خراب شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، په افغانستان کې روان بشري کړکیچ چې له امله یې  ۲۳ میلیونه افغانان خوراکي مرستو ته اړ دي، پر ښځو او ماشومانو باندې هم ناوړه اغیزې کړې دي.

دغه کارپوهان چې د افغانستان د بشري وضعیت د ارزولو لپاره ګومارل شوي، د امریکا له لوري د افغانستان د مرکزي بانک د شتنمنیو په کنګل کولو هم نیوکه کړې ده.

وروسته له هغې چې د تیر کال د اګست په ۱۵ مه تېر حکومت ړنګ او نوي سريرست حکومت يې ځای ونيو،، زیات شمیر بشري مرستې چې ددې هیواد تیر حکومت ته ورکول کېدې، بندې شوې او همداشان په بهرنیو بانکونو په ځانګړې توګه د امریکا په فدرالي ذخیرو کې د افغانستان په میلیاردونو ډالره پانګه کنګل شوې.

د کارپوهانو په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې د بشري حقونو د نړیوال قانون په اساس د امریکا په ګډون د هیوادونو مسولیت دی چې باید اجازه ورنه کړي چې د هغوی اقدامات د بشري حقونو څخه د سرغړونې لامل شي.

د یادونې وړ ده چې دامریکا ولسمشر جو بایډن د روان کال په فبرورۍ کې په امریکایي بانکونو کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو شاوخوا نیمایي برخه د یو فرمان په صادرولو سره ازادې کړې چې د افغانستان د خلکو سره د مرستې لپاره وکارول شي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.