اټلانټا (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۱) : د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړې استازې رینا امیری افغانستان پر ښوونځیو وروستي بریدونه غندلي او یو ځل بیا یې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
میرمن امیري له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې پر ښځو، ماشومانو او نورو اسیب پذیره افغانانو بریدونه «غیر انساني، نا عادلانه او د نه منلو وړ» وبلل.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په کابل، کندز او د افغانستان په ځینو نورو سیمو په چاودنو کې لسګونه افغانان وژل شوي او ژوبل شوي دي چې د ښوونځي یو شمېر ماشومان هم په کې شامل دي. د دغو ځینو بریدونو مسولیت دداعش ډلې منلې.
امیري د یادو بریدونو د غندلو تر څنګ پر افغان چارواکيو يو ځل بيا غږ کړی چې په خپلو ژمنو وفا وکړي او تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي پرانیزي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP