ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسیې د امریکا لخوا د افغانستان چورلکې یوکراین ته پر ورکولو اعتراض وکړ

روسیې د امریکا لخوا د افغانستان چورلکې یوکراین ته پر ورکولو اعتراض وکړ

author avatar
29 Apr 2022 - 08:13
روسیې د امریکا لخوا د افغانستان چورلکې یوکراین ته پر ورکولو اعتراض وکړ
author avatar
29 Apr 2022 - 08:13

اټلانټا (پژواک، ۹ غویی ۱۴۰۱) :  روسیې د امریکا د متحدو ایالتونو پر هغې پریکړې اعتراض کړی چې د افغانستان چورلکې یې یوکراین ته ورکړې دي.

تر دې مخکې امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې د کابل تر سقوط وروسته د افغانستان یو شمیر چورلکې یوکراین ته د ترمیم لپاره لیږدول شوې وې.

خو اوس امریکایي چارواکو ویلي چې دغه چورلکې بیرته افغانستان ته نه لیږدول کیږي او یوکراین ته یې سپارلي دي چې د روسیې پر ضد جګړه کې ترې استفاده و کړي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تیره اوونۍ په یو راپور کې ویلي و چې متحده ایالاتو ۱۶ نظامي چورلکې چې د افغانستان د مخکني حکومت پوځ ته یې پیرلې وې، یوکراین ته سپاري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.