ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په هسکه مېنه کې د سیلانیانو لپاره وړیا سماوار پرانیستل شو

د ننګرهار په هسکه مېنه کې د سیلانیانو لپاره وړیا سماوار پرانیستل شو

author avatar
7 May 2022 - 16:01
د ننګرهار په هسکه مېنه کې د سیلانیانو لپاره وړیا سماوار پرانیستل شو
author avatar
7 May 2022 - 16:01

جلال اباد (پژواک، ۱۷ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د شينوارو اصلاحي ټولنې له خوا د دغې ولسوالۍ ګورګورۍ سيمې ته د ورتلونکو سيلانيانو لپاره وړيا سماوار پرانیستل شو.

دغه ټولنه وايي چې ورتلونکو سيلانيانو ته به د ګورګورۍ سيمې ټولې منظرې ورښکاره کوي او هم به پرې وړيا چاى څښي.

د شينوارو د اصلاحي ټولنې يوه غړي عادل شينواري پژواک اژانس ته وويل چې د شينوارو د دود دستور له مخې يې د ګورګورۍ سيمې سيلانيانو لپاره د مېلمه پالنې او دمې جوړولو  په پار د شين چاى وړيا سماوار پرانیستى دى.

دی وايي: ((دا سيمه پخوا ډېره نا امنه وه، اوس امن شوې؛ خلک چې نور ځايونه پرېږدي او دلته د چکر لپاره راځي، موږ يې هرکلی کوو او د خپل شينواري دود له مخې ورته شين چای ورکوو.))

د هسکې مېنې ولسوال عمر کوچي چې د دغه سماوار د پرانیستې  په مراسمو کې يې برخه اخېستې وه، خلکو ته ډاډ ورکړ چې ياده ولسوالي په بشپړه توګه امن شوې او خلک کولای شي چې په ډاډه زړه د چکر لپاره ورشي.

هسکه مېنه د ننګرهار هغه ولسوالي ده چې کلونه له داعش وسله والو سره د تېر جمهوري نظام د جګړې لومړۍ کرښه پاتې شوې وه.

Views: 161

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.