Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې د ترافیکې پېښو له امله یو کس مړ او ۸ نور ټپیان شوي

مېمنه (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰): په فاریاب کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله یو اووه کلن ماشوم مړ او ۸ کسان نور ټپیان شوي دي.

د فایاب د ترافیکو امریت د پېښو مدیر محمد زمان پژواک اژانس ته وویل: «تېره ورځ د غبرګولي ۹مه مازیګر مهال، یو صرف موټر له کابله د مېمنې ښار خوا ته پر لاره و چې د فاریاب – جوزجان ولایتونو له حدبخشي سیمې تر تېرېدو وروسته، د خان‌چارباغ ولسوالۍ اړوند سیمه کې له سړکه وتلی او چپه شوی دی.»

هغه زیاته کړه چې په سیمه کې د ترافیکو امریت د پرسونل د راپور له مخې، په دې پېښه کې یو اووه کلن ماشوم مړ شوی او د درېیو نورو ماشومانو په ګډون ۷ کسان ټپیان شوي دي.

د سرچینې په وینا، د یادې پېښې مړی او ټپیان د پشتونکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

په ورته مهال، د فاریاب د ترافیکي پېښو مدیر وایي چې د خان‌چارباغ ولسوالۍ اړوند په یوه بله ترافیکي پېښه کې چې یو موټرسایکل له سراچې موټر سره ټکر کړی، د یوه ځوان چپه پښه پرې شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.