ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوناما او سي. پي. جی: د افغانستان حکومت دې د رسنیو نیول شوي کارکوونکي خوشي کړي

یوناما او سي. پي. جی: د افغانستان حکومت دې د رسنیو نیول شوي کارکوونکي خوشي کړي

author avatar
1 Jun 2022 - 18:54
یوناما او سي. پي. جی: د افغانستان حکومت دې د رسنیو نیول شوي کارکوونکي خوشي کړي
author avatar
1 Jun 2022 - 18:54

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او یوناما د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د رسنیو نیول شوي کارکوونکي دې خوشي کړي او د خبریالانو او مطبوعاتو پروړاندې سخت دریځې کړنې پای ته ورسوي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) – چې مرکزي دفتر یې په نیویارک کی دی – تېره ورځ لیکلي چې د افغانستان د استخباراتو ادارې په کابل، هرات او پکتیا ولایتونو کې د رسنیو څلور کارکوونکي نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغو نیول شویو کسانو له ډلې دوه کسان یې له نیول کېدو اووه ساعته وروسته بېرته خوشي شوي او سیمه­ییزو چارواکو د دوو نورو نیول تایید کړي دي؛ د یوه کس د څرنګوالي په اړه یې جزییات نه دي وړاندې کړي، خو د څلورم کس په اړه یې ویلي چې «د یوې شخصي جرمي قضیې» په تړاو احضار شوی دی.

د یادې کمېټې د اسیايي پروګرامونو همغږي کوونکي، سټیون باټلر ویلي دي: «طالبان باید ژر ترژره جمال‌الدین دلدار او میرزا حسنی خوشي کړي او د رومان کریمي او د هغه د موټر چلوونکي په اړه دې پلټنه وکړي. په دې وروستیو کې د رسنیو کارکوونکو او خبریالانو خپلسري نیولو زیاتوالی، د مطبوعاتو ازادۍ او پر خت او دقیقو اطلاعاتو ته د افغانستان د خلکو لاسرسي اړوند اندېښمنونکي او ناسم وضعیت ښکارندويي کوي.»

کمېټه لیکي، امنیتي ځواکونو د سلام وطندار خبریال رومان کریمي او د هغه موټر چلوونکی سمیع­الله د یکشنبې پر ورځ کله چې د ښځو د اعتراض موضوع د خبري پوښښ لپاره تللي وو، نیولي او د ټېلیفون د پلټنې پرمهال یې په څپېړه وهلی دی.

سلام­وطندار د غبرګولي په ۸ مه په خپل انټرنېټي سايټ کې لیکلي دي: «رومان کریمي، خبریال او د سلام­وطندار موټر چلوونکی سمېع­الله چې نن له غرمې مخکې لس بجې د کابل د نوي ښار په «حاجي یعقوب» څلور لارې کې د ښځو د اعتراض د خبري پوښښ لپاره هلته تللي وو، د اسلامي امارت د استخباراتو د ځواکونو له لوري نیول شوي او شاوخوا اووه ساعته په بند کې وو.»

سرچینه زیاتوي، کریمي سربېره پر دې چې د خبریالۍ د پېژندګلوۍ کارت یې د اسلامي امارت د استخباراتو ځواکونو ته ښودلی، خو بیا یې هم خبرو ته غوږ نه دی نیول شوی او نیول شوی او وهل ټکول یې خوړلي دي.

کریمي ویلي دي: «کله یې چې زه ونیولم، وروسته یې د ترافیکو غرفې ته بوتلم او ګوشي را نه واخیسته او را نه ویې غوښتل چې د ټیلیفون رمز دې خلاص کړه. کله چې ما وویل چې دې کې زما شخصي فایلونه دي، نو زه یې په څپېړه ووهلم… د اسلامي امارت ځواکونو یې په ټیلیفون کې ټول فایلونه او ټولنیزې شبکې پلټلې دي.»

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د معلومات پربنسټ، د تېرې سه شنبې په ورځ (د غويي۲۴ مه) امنیتي ځواکونو د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې، د ګردېز غږ سیمه­ییزې راډیو مشر او مالک، دلدار په خپل دفتر کې نیولی او یوه نامعلوم ځای ته یې لېږدولی دی.

خو د پکتیا د اطلاعات او کلتور رییس خالقیار احمدزي په خپله ټويټرپاڼه کې لیکي چې جمال­الدین دلدار په یوه شخصي جرمي قضیه کې احضار شوی دی.

نوموړی زیاتوي: «دا چې هغه څو میاشتې مخکې د ګردېزغږ سیمه­ییزې راډیو رییس و، اوس له رسنیو سره هېڅ اړیکه نه لري؛ نو د هغه قضیې ته دې له رسنیو سره تړاو نه ورکول کېږي. د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه او رسنۍ باید هره قضیه د رسنیو د محدودیتونو پر نوم تعبیر نه ­کړي.»

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه لیکي، امنیتي ځواکونو د غويي په ۲۴ مه د دایکنډي ولایت د افتاب راډیو پخوانی رییس او مالک، حسنی – چې مخکې یې د راډیو فعالیت درېدلی و – د هرات ښار په دوولسمه ناحیه کې نیولی دی.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند محمودشاه رسولي د جزییاتو له ورکولو پرته د غبرګولي په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته په دې اړه وویل: «یاد کس د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ تر څارنې لاندې دی.»

دی وايي، که په دې اړه کومه مهمه موضوع وه، له رسنیو سره به یې شریکه کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) هم د جزئیاتو له ورکولو پرته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکي چې په افغانستان کې اوس هم د خبریالانو پروړاندې تاوتریخوالی او د هغو ځورونه همداسې دوام لري.

سرچینه لیکي: «یوناما یوځل بیا له طالبانو څخه غواړي چې د رسنیو ټول نیول شوي کارکوونکي خوشي کړي او سخت دریځې کړنې لکه د خبریالانو خپلسري نیول او د هغوی پر وړاندې ګواښونه نور پای ته ورسوي.»

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او یوناما د دغو خبرو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ویلي و چې رسنیزو شکایتونو ته د رسېدنې کمېسیون یې جوړ کړی او د بیان د ازادۍ، رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي؛ خو اطلاع رسونه باید د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ترسره شي.

Views: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.