ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترانسپورټ وزارت: د هېواد ټول هوایي ډګرونه فعال دي

د ترانسپورټ وزارت: د هېواد ټول هوایي ډګرونه فعال دي

author avatar
9 Jun 2022 - 21:34
د ترانسپورټ وزارت: د هېواد ټول هوایي ډګرونه فعال دي
author avatar
9 Jun 2022 - 21:34

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي چې د هېواد ټول هوایي ډګرونه فعال دي او د داخلي الوتنو ترڅنګ ترې نړیوالې الوتنې هم ترسره کېږي.

د دغه وزارت له خوا د غبرګولي په ۱۹مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ټول نړیوال او کورني هوايي ډګرونه فعال دي.

سرچینې زیاته کړې، د مهالوېش له مخې له دغو هوایي ډګرونو په نورمال ډول ترکیې، متحده عرب امارات، ایران، پاکستان، ازبکستان، روسيې، سعودي عربستان، قطر او ځینو نورو هېوادونو ته الوتنې کېږي.

دغه وزارت ویلي، هغه کسان چې د سفر اسناد، لکه پاسپورټ، ویزه، او ټکټ ولري، کولای شي سفر وکړي.

Visits: 295

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.