ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د ښځو په ګډون سلګونه ځوانان د پولیسو لیکو ته جذب شوي

بلخ کې د ښځو په ګډون سلګونه ځوانان د پولیسو لیکو ته جذب شوي

author avatar
16 Jun 2022 - 12:12
بلخ کې د ښځو په ګډون سلګونه ځوانان د پولیسو لیکو ته جذب شوي
author avatar
16 Jun 2022 - 12:12

مزارشریف (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۱): د بلخ امنیتي مسوولان وايي، په دغه ولایت کې د ۱۴۳ ښځو په ګډون شاوخوا ۱۴۰۰ ځوانان د پولیسو لیکو ته جذب شوي دي.

په بلخ کې د امنیې قوماندانۍ د جلب او جذب مسوول مولوي بازمحمد حذیفه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ په تشکیل کې ۱۸۰۰ بستونه شته دي چې تر اوسه ورته د ۱۴۳ ښځو په ګډون  ۱۴۰۰ کسان جذب شوي، خو لومړيتوب د اسلامي امارت غړو ته ورکړل شوى دى.

د هغه په وینا، د اسلامي امارت ټول هغه غړي چې پر شرایطو برابر وي او د خپل قوماندان او کورنۍ موافقه ولري، نو د پولیسو لیکو ته به جذب شي.

نوموړی زیاتوي چې د نوي حکومت له واکمنېدو وروسته د بلخ امنیې قوماندانۍ د جلب او جذب برخې ټولې ملکي او نظامي چارې بېرته فعالې شوې او ټول کارکوونکي پر خپلو دندو بوخت دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.