مزارشریف (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۱): د بلخ امنیتي مسوولان وايي، په دغه ولایت کې د ۱۴۳ ښځو په ګډون شاوخوا ۱۴۰۰ ځوانان د پولیسو لیکو ته جذب شوي دي.
په بلخ کې د امنیې قوماندانۍ د جلب او جذب مسوول مولوي بازمحمد حذیفه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغې قوماندانۍ په تشکیل کې ۱۸۰۰ بستونه شته دي چې تر اوسه ورته د ۱۴۳ ښځو په ګډون ۱۴۰۰ کسان جذب شوي، خو لومړيتوب د اسلامي امارت غړو ته ورکړل شوى دى.
د هغه په وینا، د اسلامي امارت ټول هغه غړي چې پر شرایطو برابر وي او د خپل قوماندان او کورنۍ موافقه ولري، نو د پولیسو لیکو ته به جذب شي.
نوموړی زیاتوي چې د نوي حکومت له واکمنېدو وروسته د بلخ امنیې قوماندانۍ د جلب او جذب برخې ټولې ملکي او نظامي چارې بېرته فعالې شوې او ټول کارکوونکي پر خپلو دندو بوخت دي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ د جلب و جذب امر د پولیسو په برخه کې د ښځو شتون مهم بولي او وایي، د ۱۴۳ جذب شویو ښځو له ډلې څخه به هره حوزه او ولسوالۍ کې دوه-دوه افسرانې ښځې استخدامې شي.
په ورته مهال، يو شمېر نوي جذب شوي کسان او د مزارشریف اوسېدونکي وايي چې پوليسو ته بايد يونیفورم ورکړل شي.
سیداحمد د بلخ د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکي پژواک ته وويل، خوښ دى چې د پوليسو په ليکو کې جذب شوى، څو له دې لارې خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.
دغه راز نورالدین چې د پولیسو لیکو ته یې نوملیکنه کړې او د بایموتریک پروسه یې بشپړه کړې، وایي چې په تېرو لسو کلونو کې يې د بهرنيو پر وړاندې جګړه کړې او دا مهال غواړي د پوليسو په ليکو کې جذب شي.
محمدشاه د مزارشریف ښار اوسېدونکی د امنیتي ځواکونو له لوري د امنیت پر تامین خوښ دی او وایي، د پولیسو زیاتوالی کولای شي په ښار کې د جرمونو کچه ټیټه کړي.
ګلمحمد د مزارشریف بل اوسېدونکی بیا له حکومته غواړي چې پولیسو ته ځانګړی یونیفورم او نښان ورکړي، څو د امنيتي ځواکونو او نورو کسانو توپیر وشي.
په بلخ کې داسې مهال د پوليسو ليکو ته د خلکو د جذب پروسه پيل شوې چې د مخکني حکومت له پرځېدو وروسته زرګونو کسانو د ملي ځواکونو په ليکو کې خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










