ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم کې پاکستان ته د ۴۰ زره ډالرو د قاچاق مخه ونيول شوه

تورخم کې پاکستان ته د ۴۰ زره ډالرو د قاچاق مخه ونيول شوه

author avatar
22 Jun 2022 - 00:29
تورخم کې پاکستان ته د ۴۰ زره ډالرو د قاچاق مخه ونيول شوه
author avatar
22 Jun 2022 - 00:29

جلال اباد (پژواک،  ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، تورخم کې د کميسارۍ او انټرپول پوليسو له لوري پاکستان ته د ۴۰ زره ډالرو د قاچاق مخه ونيول شوه.

د يادو پيسو د قاچاق په تور باندې يو تن نيول شوی چې اوس تر پلټنو لاندې دی.

د تورخم کمیسار مفتي سید غازي الله هاشمي وایي، دغه ډالر چې د څپلیو په تليو کې ځای پر ځای شوي وو،  د کمیسارۍ د منسوبینو او د انټرپول پولیسو له خوا کشف او ونیول شول.

د کمیسار په خبره، هغه کس یې هم نیولی چې غوښتل یې یاد ډالر پاکستان ته قاچاق کړي چې اوس د کمیسارۍ له منسوبینو سره دی او لومړۍ څېړنې ترې روانې دي.

د تورخم کميسار هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې په راتلوونکي کې دا ډول کړنې تر سره کړي.

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کولتور رياست هم پژواک ته د يوې خبرپاڼې په راستولو سره د دغه خبر پخلی کړی دی.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې دا لومړی ځل نه دی چې په تورخم کې د ډالرو د قاچاق مخه نیول کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم په لسګونو زرو ډالر نیول شوي چې یو شمېر خلکو یې پاکستان ته د قاچاق کېدو هڅه کوله.

د يادولو وړ ده د ډالرو پر وړاندې د پاکستاني کلدارو د نرخ ټيټوالي له امله يو شمېر کسان د ګټې په خاطر له افغانستان څخه د ډالرو د قاچاق هڅه کوي چې د اقتصادي چارو د کاروپوهانو په باور دغه چاره د ډالرو پر وړاندې د افغانيو د نرخ د ټيټېدو لامل هم کېدلی شي

بلخوا د بلخ ولایت امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت مرکز مزارشریف ښار کې یې درې تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي.

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وایي، چې دغه درې تنه یې د مزارشریف ښار اوومه ناحیه کې نیولي او له دوی څخه یې ۱.۵ کیلو ګرامه شیشه، ۱۸۰ ګرامه تریاک او د نشه‌یي توکو د استعمال وسایل یې هم ترلاسه کړي.

د یوبل خبر له مخې د کابل- جلال آباد پر لویې لارې د لغمان د مشلې کمرې په مربوطاتو کې د اسلامي_امارت ځواکونو ۲۰۱ کیلو ګرامه چرس ترلاسه کړي.

د باختر اژانس د خبر له مخې، ترلاسه شوي نشه يي توکي په یو سوزوکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو چې په تړاو یې دوه تنه هم نیول شوي دي.

Visits: 420

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.