ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د زنخان خلک وايي، وچکالۍ یې کروندې او باغونه سخت زیانمن کړي

د غزني د زنخان خلک وايي، وچکالۍ یې کروندې او باغونه سخت زیانمن کړي

غزني (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۱): که څه هم سږ کال وچکالۍ د غزني ټولې ولسوالۍ ځپلې خو د دغه ولایت له مرکزه شاوخوا ۳۰ کیلومتره لرې زنخان هغه ولسوالي ده چې وچکالۍ تر نورو ډېره ځپلې ده.

د یادې ولسوالۍ کروندګر او باغ لرونکي وايي، د وچکالي له امله د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي؛ ځکه کښتونو او باغونو ته یې کافي اوبه نه رسېږي.

د زنخان ولسوالۍ د پردل کلا یوه کروندګر اسدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالي کې د کښتونو او باغونو لپاره د اوبو لویې سرچینې کارېزونه دي چې تر ځمکې لاندې اوبو له کښته کېدو سره وچ شوي دي.

هغه زیاته کړه، که وچکالي دغسې روانه وي نو سږ کال به یې یا کښتونه او باغونه وچ شي او یا به ډېر کم حاصلات ورکړي.

نوموړی له حکومت او مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.

د همدې سیمې یوه بل کروندګر محمدعیسی پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ولسوالۍ ۸۰ سلنه خلک په کرنه او بڼوالۍ بوخت دي چې غنم، جوار، ګازرې، سابه، انګور، زردالو، شفتالو، الو او نور یې مهم کرنیز پيداوار دي.

خو دی وايي چې سږ کال به د وچکالۍ له امله د دغو حاصلاتو کچه تر نیمايي هم کمه وي.

د هغه په خبره، همدا اوس خلک د خپلو کښتونو او باغونو لپاره اوبه نه لري او حاصلات یې له رسېدو مخکې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

د یادې ولسوالۍ یوه بڼوال محمدګل پژواک خبري اژانس ته وویل، د زردالو او شفتالو ۶ جریبه باغ لري خو د اوبو د نشتوالي له امله د وچېدو له ګواښ سره مخ دی.

دی زیاتوي، په تېر کې یې له خپل باغه سلګونه منه زردالو او شفتالو اخیستل خو اندېښمن دی چې سږ به د هغو نیمايي حاصل هم وا نه خلي.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې په دې ولسوالي کې دې د اوبو د سرچینو د ډېروالي لپاره کار وکړي.

د غزني ولایتي چارواکي هم په دغه ولایت کې د وچکالۍ ستونزې مني او وایي، د خلکو په ستونزو خبر دي او د حل لارو پر موندلو یې کار کوي.

د دغه ولایت د سیندیزې حوزې رییس مولوي اسدالله منصوري پژواک خبري اژانس ته وویل، هڅه کوي د غزني په زنخان او نورو ولسواليو کې د باراني اوبو مهارولو په موخه چیک ډیمونه جوړ کړي چې تر ډېره بریده به په دغه ولایت کې د وچکالۍ مخنیوی وشي.

دی زیاتوي، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د مرستندویه ادارو له خوا د کانالونو او ویالو پاکولو چارې روانې دي چې کروندو او باغونو ته د اوبو په رسېدو کې مرسته کوي.

د زنخان ولسوالۍ د اوبو مهمې سرچینې کارېزونه او چینې دي چې د موسمي بدلونونو او ورښتونو له کمېدو سره یې د اوبو کچه ټیټه شوې ده.

دغه راز په دې ولسوالي کې د اوبو یو بند هم شته چې د وچکالۍ له امله یې اوبه لږې شوې دي.

سږ کال نه یوازې په غزني، بلکې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د روانې وچکالۍ له امله اوبه کمې شوې او خلک یې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

Visits: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.