ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ګوانتانامو زندان څخه یو تن افغان بندي خوشې شو

له ګوانتانامو زندان څخه یو تن افغان بندي خوشې شو

author avatar
24 Jun 2022 - 07:50
له ګوانتانامو زندان څخه یو تن افغان بندي خوشې شو
author avatar
24 Jun 2022 - 07:50

اټلانټا (پژواک، ۳ چنګاښ ۱۴۰۱) : ‏د افغانستان سرپرست حکومت وایي چې له ګوانتانامو زندان څخه د اسدالله هارون په نامه یو تن افغان خوشې او دوی ته سپارل شوی دی.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چنګاښ په ۳مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اسدالله هارون دافغانستان اسلامي امارت په هڅو اوهلو ځلو او له امریکا سره د مخامخ اومثبت تعامل په پایله کې له ګوانتانامو زندان څخه خوشې شو.

دی وایي چې اوس یواځې یو افغان په ګوانتانامو زندان کې پاتې دی.

هغه زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت په نورو هېوادونو کې د بندي شوو افغانانو راخوشې کول او د هغو پوښتنه کول خپله وجیبه ګڼي او هڅه کوي چې هیڅ افغان هم په نورو هېوادونو کې د مظلومیت په حال کې پاتې نه شي.

‏ده زیاته کړې : “همدا اوس له ځینو هغو هېوادونو سره په تماس کې یو چې هلته افغانان په مختلفو عنوانو بندیان شوي او  د ژر را خلاصیدو هلې ځلې یې روانې دي. په همدې اساس نن ورځ د دې شاهدان یو چې له ګوانتانامو څخه اسدالله هارون را خلاص او له کلونو وروسته له خپلې کورنۍ سره يوځای کیږي. ”

دسرپرست حکومت ویاند ‏په دې برخه کې له قطر څخه د اسانتیاوو برابرولو له امله مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال په تله میاشت کې د امریکا حکومت د ګوانتنامو زندان څخه د اسدالله هارون په ګډون د دوه نورو بندیانو د خلاصون منظوري ورکړې وه.

اسدالله هارون چې ۴۱ کاله عمر لري د ۲۰۰۷ زیږدیز کال راهیسې په ګوانتنامو کې د «خطرناکو ترهګرو» په تور بندي و.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، تېر کال د ګوانتنامو د دوراني بیاکتنې بورد د هارو  خلاصون سره مخالفت کړی و خو د نوي دستور پر اساس اسدالله هارون نور په «افراطي سازمانونو کې د رهبرۍ نقش» نه لري او په تېرو کړنو يې پښیماني څرګنده کړې ده.

اسد الله هارون د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکی دی. هغه د ۲۰۰۷ز کال د ننګرهار کانال په ۱۱مه ویاله کې ونیول شو او باګرام ته انتقال شو.

د هارون کورنۍ ویلي، چې هارون ۴ میاشتې په باګرام کې بندي و او له هغه وروسته ګوانتنامو ته ولېږل شو.

له هغه راهيسې چې د ګوانتانامو زندان ته لومړي زندانيان بېول شوي، د روان کال په جنورۍ میاشت کې یې شل کاله پوره شول،  امريکا ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر تر بریدونو وروسته په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې شبکې پء ضد له یرغل وروسته د کيوبا د ګوانتانامو په جزیره کې دغه زندان جوړ کړ.

ویل کیږي چې په دغه زندان کې د نورو هېوادونو ترڅنګ تر ۶۰۰ زیات افغانان هم ساتل شوي وو. د افغانستان د سرپرست حکومت یو شمېر اوسني مشران هم په ګوانتانامو زندان کې بندیان وو.

 

Visits: 1049

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.