کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر خوست او پکتیکا ته د سفر پر مهال له ځان سره ۵۳ میلیونه افغانۍ وړې، څو زلزلهځپلو ته د سرپناه جوړلو لپاره ورکړل شي.
د تېرې چهارشنبې په شپه زلزلې، د پکتیکا او خوست ولایتونو په ګډون ځینې نورې سیمې هم ولړزولې. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې له امله په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او تر ۳۵۰۰ نور ټپیان شول.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا برادر نن سهار خوست او پکتیکا ولایتونو ته سفر کړی او هلته یې له زلزلهځپلو هېوادوالو سره لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې د ملا برادر له قوله راغلي: «اسلامي امارت ستاسې ]زیانمنو[ ترڅنګ ولاړ دی او تر هغو به مو همکاري او لاسنیوی وکړي، څو مو چې وران شوي کورونه بېرته ورغول شي او ژوند مو عادي حالت ته راوګرځي.»
سرچینه لیکي: «ملا برادر په دغه سفر کې له ځان سره ۵۳ ميلیونه نغدې افغانۍ هم وړې وې، تر څو زیانمنو شوو ته د کورونو د ابادولو او سرپناه جوړولو لپاره ورکړي او نورې ميلیونونه افغانۍ نغدي مرسته هم په راتلونکو څو ورځو کې ور استول کېږي.»
سرچینې لیکلي چې ملا برادر له ټولو هغو افغانانو، سوداګرو، هېوادونو او مرستندویو ټولنو مننه وکړه چې له زلزلهځپلو سره یې مرستې کړې دي.
د یادونې ده چې حکومت په یاده زلزله کې د هر مړه شوي کس کورنۍ ته ۱۰۰زره افغانۍ او هر ټپي ته ۵۰زره افغانۍ منظورې کړې دي.
دغهراز، له زلزلهځپلو سره د مرستې په پار تر اوسه ملګرو ملتونو ۱۰ میلیون ډالر، تایوان یو میلیون یورو، اروپایي ټولنې یو میلیون یورو، بریتانیا ۳ میلیون او چین څه باندې ۸.۶ میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده؛ د ایران، پاکستان، هند، ازبکستان، سعودي، قطر هېوادونو او د ځینو نورو موسسو بشري مرستې را رسېدلې؛ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې وتلي لوبغاړي راشدخان هم له زلزلهځپلو سره د مرستې لپاره تر اوسه تر ۲۰۰زره پونډه راټول کړي او په کور دننه مرستندویو موسسو او عامو خلکو هم مرستې راټولې کړې دي.
Views: 177