ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب پوهان: کرونا ویروس د انسان پر جلد منفي اغېز کوي

د طب پوهان: کرونا ویروس د انسان پر جلد منفي اغېز کوي

author avatar
28 Jun 2022 - 19:47
د طب پوهان: کرونا ویروس د انسان پر جلد منفي اغېز کوي
author avatar
28 Jun 2022 - 19:47

کابل (پژواک، ۷ چنګاښ ۱۴۰۱): د روغتیایي برخې پوهان د انسان پر جلد د کرونا ویروس د منفي اغېز په اړه ځینو انټرنټي سایټونو کې خپاره شوي مطالب تایید کړي، ویلي یې دي چې د دغه ویروس له خپرېدو وروسته جلدي ناروغۍ ډېرې شوې.

ځینو بهرنیو سایټونو د انسان پر جلد د کرونا د ناوړه اغېز په اړه خبر ورکړی او د طب برخې پوهان هم د دغه مطلب په تایید سره وایي، دا ناروغي نه یوازې د بدن پر ټول سیسټم، بلکې د انسان پر جلد هم منفي اغېز کوي.

دا چې د مخ پوستکی د بدن یو له هغو برخو دی چې تل له ګرمې او سړې هوا یا د لمر له وړانګو سره مخ کېږي، ډېر نازک او زیان منونکی دی.

دویچه‌وله فارسي خبري سایټ «د سر له وېښتانو د پښو تر نوکانو: کرونا نوی ویروس د بدن کومو غړو ته زیان رسوي؟» تر عنوان لاندې راپور خپور کړی چې پکې راغلي، د کرونا ویروس د بدن د نورو غړو ترڅنګ، پر جلد هم منفي اغېز کوي.

په دغه راپور کې راغلي: «داسې ښکاري چې کووېډ-۱۹ کولای شي پوستکي ته هم جدي زیان ورسوي. په ډېرو هېوادونو کې راپور شوي چې په کرونایي ناروغانو کې د پوستکي بدلونونه لیدل شوي دي. د پوستکي کوچني زخمونه ډیری مهال په ماشومانو او تنکیو ځوانانو کې د دوی په پښو کې لیدل شوي دي. دغه ارغواني داغونه د شري، د مرغانو تڼاکي یا سرماسوزک لکو ته ورته دي.»

د اراک طبي علومو او روغتیايي خدمتونو پوهنتون اړوند «معاونت غذا و دارو» په نوم خبري سایټ د «پر پوستکي د کرونا ویروس اغېزې» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

په دغه مطلب کې راغلي، نوې څېړنې ښیي چې د کرونا ویروس په مستقیم او غېر مستقیم ډول پر جلد اغېز کوي.

سرچینې لیکلي، د COVID-19 اصلي نښه تنفسي ستونزه ده؛ خو داسې شواهد هم شته چې کرونا ویروس د بدن پر پوستکي او نورو برخو هم اغېز کوي.

په ورته مهال، د «اقتصادي نړۍ» په نوم انټرنټي سایټ «د کرونا لومړنۍ نښې چې پر پوستکي راڅرګندېږي» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی او په کې راغلي، د کرونا ناروغۍ له ۴۰ سلنې ډېر ناروغان اوس د جلد بدلونونه پر کرونا د اخته کېدو د لومړنۍ نښې په توګه ثبتوي.

سرچینې لیکلي: «څېړونکي وايي، د کرونا ویروس نوې څپه د بدن پر حیاتي غړو برید کوي، او د جلدي انتانونو لامل کېږي. التهاب یو له لومړنیو نښو دی چې پر جلد راڅرګندیږي، وروستیو څېړنو خبرداری ورکړی، په نوکانو کې د ځینو نښو شتون لکه د روښانه خطونه څرګندېدل کېدای شي د دې نښه وي چې سړی مخکې له مخکې پر دې ناروغۍ اخته شوی او ډیرې د پوستکي د عفونت نښې شته چې باید معاینه شي.»

د طب برخې پوهان هم دغه موضوع تاییدوي

د افغان – جاپان روغتون د کووېډ-۱۹ د کيفيت د کنټرول مسوول او ټرېنر ډاکټر حشمت‌الله فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل: «پر جلد د کرونا ناروغۍ نښې دا دي چې کس خارښت لري، پر پوستکي باندې لویې ټاپې راڅرګندېږي.»

د هغه په ​​وينا، دا ستونزه په ټولو ناروغانو کې نه وي، ځينو ته دا ستونزه رامنځته کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «کرونا ویروس د خپګان لامل کېږي او خپګان پر جلد هم خپل اغېز کوي، خسته شوی جلد پر مخ د لکو پیدا کېدو لامل کېږي، معمولا دا ناروغان تبه لري، اشتها یې کمه کوي، د بدن اوبه یې کمېږي او د جلد د خستګۍ لامل کېږي.»

فیضي په یوه پیغام کې ټولو هغو ناروغانو ته چې پر ویروس اخته کېږي، وویل: «د ناروغۍ پر مهال له مایعاتو په ځانګړې توګه له اوبو ډېره استفاده وکړئ.»

په ورته مهال، د وهاج خصوصي روغتون رییس ډاکټر محمدهاشم وهاج د دې موضوع په تایید سره وویل: «کرونا  پر جلد هم اغېز لري، د کرونا ویروس د اخته کېدو پر مهال پوستکی بخار کوي، پت پیدا کوي او سور کېږي؛ ځینې مهال هغه ناروغ چې پر کرونا اخته کېږي، یو یا دوه ساعته یې بدن بخار کوي، بیا وروسته ارامیږي او ځیني ناروغان چې کله ښه شوي، د بدن خارښت یې هم جوړ شوی دی.»

هغه په یوه پیغام کې داسې وویل: «د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر باید د ټولو خلکو له لوري په پام کې ونیول شي.»

دغه راز په انتاني ناروغیو کې متخصص او ټرېنر فریدالله عمري د دې په تایید چې کورونا پر پوستکي اغېز کوي، وویل: «کووېډ-۱۹ د بدن پر ټول سیسټم، په ځانګړې توګه جلد اغېزه کوي او هغه مهال خارښت پیدا کېږي چې د جلد د خرابوالي لامل کېږي.»

د هغه په ​​خبره، د څو مياشتو له تېرېدو وروسته د مخ پوستکی بېرته عادي حالت ته راګرځي.

عمري خلکو ته په یوه پیغام کې لارښوونه وکړه او ويې ویل: «هغه کسان چې کووېډ-۱۹ تېروي، په خپل سر دې له کریمو او مېکپونو استفاده نه کوي، له وېټامین سي لرونکو مېوو دې کار واخلي، په خپلسر درملو له کارولو دې ډډه وکړي او ډاکتر ته دې مراجعه وکړي.»

Visits: 111

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.