جلالاباد (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): د جلالاباد ښاروالي وايي، تېر لمریز کال کې یې ۵۸۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، دغه راز د ښاري پراختيا په موخه یې د دوو نوو ناحيو رامنځته کولو پلان جوړ کړی چې د رياستالوزرا له تایید وروسته به پلی شي.
د جلالاباد ښاروال قاري بسمالله بلال له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په ۱۴۰۳ لمريز کال کې په دغه ښار کې شاوخوا ۹۰ رغنيزې پروژې پلې شوې چې ۴۶ يې د ښاروالۍ له داخلي عوايدو او ۴۵ نورې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې (يونپس) له لوري پلې شوې دي.
هغه زیاته کړه: «د ۱۴۰۴ کال لپاره د ښاروالۍ له داخلي عوايدو ۴۰ پروژې پلان شوې دي، خو تر اوسه يې منظوري نه ده راغلې چې منظوري يې راشي، انشاءالله هغه به هم پيل شي. دغه راز د يونپس له لوري هم ۳۹ پروژې پلان شوې چې د ځينو چارې يې پيل شوې دي.»
هغه دغه راز وویل، په ۱۴۰۳ کال کې دې ادارې ۵۸۰ ميليونه افغانۍ عواید راټول کړي خو د سږ کال لپاره يو ميليارد افغانۍ عوايد هدف ټاکل شوی چې د کال تر پایه به يې راټولوي.
د ښاروالۍ په خبره، د ښاري ګڼېګوڼې مخنيوي او ښاري پراختيا لپاره هم پر بېلابېلو پلانونو کار روان دی چې له ډلې يې د ښار لپاره د دوو نوو ناحیو رامنځته کول دي.
هغه دغه راز وویل چې د یادو ناحیو رامنځته کولو په موخه چمتو شوی پلان رياستالوزرا ته لېږل شوی چې له منظورېدو وروسته به يې عملاً کارونه پيل شي.
د یادونې ده، جلالاباد ښار اوس مهال نهه ناحیې لري.
بلال وایي، د جلالاباد ښار د پراختيا لپاره د ښار شاوخوا ځینې ځمکې چې د نورو ادارو اړوند دي، ښاروالۍ ته يې د ملکيت اړولو پلان جوړ شوی چې له منظورۍ وروسته به یې په دغو ځايونو کې لویې سوداګريزې ساحې رامنځته شي چې ورسره به په ښار کې ګڼهګوڼه کمه شي.
هغه زیاتوي، د ۱۴۰۴ کال د پلان شوو رغنيزو پروژو له ډلې يوه يې هم د کانالیزاسیون پروژه ده چې د بودجې له منظورۍ وروسته به یې کارونه پيل شي.
د جلالاباد ښاروال د ښار پاکوالي، رغنيزو پروژو، سړکونو، ويالو او ګلدانونو په ساتنه کې او د صفایي محصول او نورو ټکسونو پر وخت ورکړه کې د خلکو همکاري مهمه وبلله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP