پارون (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۴): د نورستان ولايت د امنیه قوماندانۍ اړوند د اطفايې امریت لپاره د اته ميليون افغانيو په لګښت د نوې او معیارې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د نورستان امنیه قوماندان مفتي محمديوسف جمالزي نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې د یادې ودانۍ لګښت د کورنیو چارو وزارت له لوري ورکول کېږي او د نهو میاشتې په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
د نورستان امنيه قوماندان د رغنيز شرکت پر مسوولینو غږ وکړ چې د ودانۍ د جوړولو په چارو کې دې کیفيت ته ډېره پاملرنه وکړي.
هغه وویل، دغه ودانۍ به مجهزې خونې، د موټرو تمځای، اشپزخانه، چاردیوال، تشنابونه او د اوبو منظم سیسټم او یو شمېر نور اړین ملحقات ولري.
جمالزی وایی، پر یاده ودانۍ به اته میلیون افغاني لګښت راشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP