Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر بزګر او بڼوال: حکومت ته د عُشر ورکولو توان نه لرو

د لوګر بزګر او بڼوال: حکومت ته د عُشر ورکولو توان نه لرو

author avatar
2 Jul 2022 - 10:40
د لوګر بزګر او بڼوال: حکومت ته د عُشر ورکولو توان نه لرو
author avatar
2 Jul 2022 - 10:40

پل‌علم (پژواک، ۱۱چنګاښ ۱۴۰۱): د لوګر د مرکز او ولسوالیو ګڼ شمېر کروندګر او بڼوال وايي، روانې وچکالۍ سخت ځپلي او نه شي کولای حکومت ته د خپلو کرنیزو حاصلاتو عُشر ورکړي.

د مرکز پل علم د حصارک کلي یوه کروندګر احمد زبیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د روانې وچکالۍ له امله یې کرنیز حاصلات سم نیمايي کم شوي او نه شي کولای د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست ته عُشر ورکړي.

دی وايي، سږ کال کافي اورښت و نه شو چې له امله یې د لوګر سیند په ګډون ډېر کارېزونه، ژورې څاه‌ګانې او کانالونه وچ شوي دي.

نوموړی له حکومته غوښتنه کوي چې سږ کال دې د دغه ولایت له بڼوالو او کروندګرو څخه عُشر نه اخلي.

هغه زیاته کړه: «سږ کال هیڅ اورښت نه دی شوی، سخته وچکالي ده، کروندګر او بڼوال وچکالۍ ځپلي دي او دا توان نه لري چې حکومت ته عُشر ورکړي. باور وکړئ سږ کال د مېوو او په ځانګړې توګه د غنمو حاصلات د پام وړ کم شوي دي.»

د لوګر د محمداغې ولسوالۍ یو کروندګر حاجي عثمان هم وايي چې د دې ولسوالۍ کروندګر او بڼوال د وچکالۍ له امله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او ان پر خپلو کروندو او باغونو شوي لګښتونه هم نه شي پوره کولای.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، د کرنې او مالدارۍ وزارت ته په کار ده چې سږ کال وچکالۍ ته په کتو له کروندګرو او بڼوالو عُشر وا نه‌خلي او برعکس له هغوی سره د کېمیاوي سرې او اصلاح شوي تخم مرسته وکړي.

دی زیاتوي: «سږ کال په ټول هېواد کې وچکالي ده چې لوګر یې هم سخت ځپلی دی؛ خلک د خپلو کښتونو او باغونو لپاره کافي اوبه نه لري، که حالت دغسې روان وي نو د کښتونو او باغونو د وچېدو وېره ده، په داسې وضعیت کې کروندګر او بڼوال څنګه حکومت ته عُشر ورکړي؟»

بلخوا، د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس سید‌احمد هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه له کروندګرو او بڼوالو د عُشر ټولولو لړۍ پیل کړې او په لوګر کې هم په منظمه توګه روانه ده.

هغه زیاته کړه، حکومت له هغو کروندګرو او بڼوالو د حاصلاتو لسمه برخه اخلي چې خپل کښتونه او باغونه د کارېزونو او کانالونو په اوبو اوبوي او له هغو بیا شلمه برخه اخلي چې خپل د ژورو څاه‌ګانو په اوبو کښتونه او باغونه اوبوي.

دی وايي، اړوند وزارت هڅه کوي له وچکالۍ ځپلو کروندګرو او بڼوالو سره تر خپلې وسې همکاري وکړي.

لوګر د پلازمېنې کابل سوېل ته پروت کرنیز ولایت دی چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې خپلو کورنیو ته نفقه برابروي.

خو سږنۍ وچکالۍ د هېواد د نورو ولایتونو د اوسېدونکو په څېر دوی هم ځپلي چې له همدې امله یې حاصلات نیمايي کم شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.