Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوه متشبثه مېرمن: سرپرست حکومت دې د متشبثو ښځو ملاتړ وکړي

یوه متشبثه مېرمن: سرپرست حکومت دې د متشبثو ښځو ملاتړ وکړي

author avatar
17 Jul 2022 - 17:52
یوه متشبثه مېرمن: سرپرست حکومت دې د متشبثو ښځو ملاتړ وکړي
author avatar
17 Jul 2022 - 17:52

کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۱): یوه مېرمن چې په کابل ښار کې یې د خیاطۍ د یوې کارخونې په جوړولو سره لسو نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې، له حکومته غواړي څو د دې په څېر مېرمنو ملاتړ وکړي.

د کابل ښار د تایمني په پنځم سړک کې د «بشرا» په نوم د خیاطۍ یوې کارخونې مسوولې تهمینې نایب پژواک خبري اژانس ته وویل، یو کال وړاندې یې له ورور سره په شریکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت دغه کارخونه جوړه کړې ده.

نایب واده کړی او اوسمهال د «ملي» لوړو زده کړو موسسې د طب پوهنځي د پنځم سمسټر زده­کړیاله هم ده.

نایب وايي، د خپل مېړه په همکارۍ توانېدلې چې د خیاطۍ د دې کارخونې چارې په ښه ډول پر مخ بوځي.

نوموړې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې دغه کارخونه جوړه کړې؟ وویل، د دې ترڅنګ چې په مالي برخه کې له خپل مېړه سره مرسته وکړي، ویې غوښتل چې د بې­روزګاره ښځو لپاره هم د کار زمینه برابره کړي.

هغې زیاته کړه: «په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته، ګڼ شمېر ښځې بې­ دندې شوې او زه به ډېره ورته ځورېدم، نو پرېکړه مې وکړه چې یو کار وکړم او تر خپل وس پورې خپلو خویندو ته د کار زمینه برابره کړم او د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې له خپل مېړه سره هم مرسته وکړم.»

د خیاطۍ په دې کارخونه کې د هغو لسو مېرمنو ترڅنګ چې د سکښت، ګنډلو او اوتوکارۍ په برخه کې کار کوي، یو شمېر نورې مېرمنې هم د خامک ګنډنې او اوبدنې په برخو کې په کار بوختې دي.

د نوموړې په وینا، د کارمندانو تر ټولو لږ معاش یې ۵۰۰۰ افغانۍ دی؛ خو نوموړې د خپلو کارمندانو د لوړ معاش په اړه معلومات ورنه کړل.

سرچینې زیاته کړه: «زما په کارخونه کې لس کسان په مستقیم او تر ۳۰ ډېر په غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي چې ډېر یې ښځې او نجونې دي.»

هغه وايي، تر اوسه یې لا کار او عاید ښه نه دي، خو ښايي د وخت په تېرېدو سره یې کار ښه شي او هڅه کوي چې پر مخ ولاړه شي.»

سرچینه وايي، هره میاشت له ۴۰۰ تر ۵۰۰ پورې جامې ګنډي او هڅه کوي خپل تولیدات بهر ته هم صادر کړي.

تهمینه هیله لري څو کارونه یې وغوړیږي او خپل تولیدات له هېواده بهر هم صادر کړي.

نوموړې د یوه پیغام په ترڅ کې له نورو مېرمنو او نجونو وغوښتل، ویې ویل: «زما په نظر هیڅ يوه ښځه بې هنره نه ده، باید له خپلو وړتیاوو استفاده او د خپلې روښانه راتلونکې لپاره هڅې وکړي.»

تهمینه له حکومته غواړي چې له سوداګرو مېرمنو ملاتړ وکړي؛ محصولاتو ته یې بازار ومومي او دایمي ځایونه ورته جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت چارواکو څو ځلې اعلان کړی چې د سوداګرو مېرمنو ملاتړ کوي.

د سرپرست حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح­الله مجاهد ویلي، دوی د دغه ډول بازارونو له جوړېدو او سوداګرو مېرمنو له فعالیته ملاتړ کوي.

نوموړي ویلي: «موږ د سوداګرو ښځو له فعالیتونو ملاتړ کوو او داسې زمینه ورته برابروو چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي؛ د هغوی د لاسي صنایعو او نورو تولیداتو لپاره نندارتونونه شتون ولري.»

د نوموړي په وینا، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له سوداګرو ښځو سره په همغږۍ کار کوي څو ورو ورو د هغوی کار او سوداګري وغوړېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.