بامیان (پژواک، د زمري لومړۍ ۱۴۰۱): د بامیان د پوهنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د ښوونځيو د ودانیو او ښوونکو له کمښته خبر ورکوي.
د یاد ریاست تدریسي مرستیال محمدعالم فاضل پژواک ته وویل: «د بامیانو د پوهنې ریاست له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی چې له ډلې یې د ۲زره ښوونکو کمښت، د ښوونځیو د ودانیو او وسایلو نهشتون چې شمېر یې ۶۰ ښوونځیو ته رسېږي، دغه اندېښنه لا ډېره کړې ده.»
نوموړي له اړوند وزارت او همکارو موسسو وغوښتل چې د پوهنې بهیر د ښهوالي او درسي توکو د برابرولو په برخه کې له دغه ریاست سره لا ډېره همکاري وکړي.
خو نوموړي د یادې ادارې له لاستهراوړنو او فعالیتونو څخه هم یادونه وکړه او زیاته یې کړه، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د ښوونځيو دروازې تل د زدهکوونکو پرمخ پرانیستې دي او ټولو ته درسي کتابونه رسېدلي دي، د دې ترڅنګ د درسي موادو د ښه کیفیت په موخه په دوامداره توګه له ښوونځیو څارنه کېږي.
د بامیان په مرکز کې د یوه ښوونځي امر عبدالمجید سروش وویل، د «قرغنهتو» لېسې ۸ ښوونکي کم دي چې اړوند ریاست ته له څو ځلې مراجعې سره سره، لاهم دغه ستونزه حل شوې نه ده.
دغهراز زدهکوونکي هم د درسي امکاناتو له کمښت او په دوامداره توګه د تدریس له نشتوالي شکایت لري او په دې برخه کې د اړوند مسوولینو د پاملرنې غوښتنه کوي.
د بامیان په مرکز کې د نارینه زدهکوونکو لېسې یوه زدهکوونکي پژواک ته وویل: «زده کوونکو ته په ټولو درسي ساعتونو کې زده کړه نه ورکول کېږي، د ښوونکو کمښت، تشو درسي ساعتونو او د درسي امکاناتو نهشتون موږ اندېښمن کړي یو او له دې امله زدهکوونکي له تعلیم او تحصیله زړه ماتي شوي دي.»
د یاد ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمدعالم فاضل وايي چې د دغه ولایت د پوهنې ستونزې یې د پوهنې له وزارت سره شریکې کړې او هیلهمن دی چې په نږدې راتلونکي کې به رسېدنه ورته وشي.
د نوموړي په وینا، د تېر کال د شمېرو له مخې چې د ۱۴۰۰ کال په غويي کې ثبت شوې وې، له ۱۵۰زره ډېر زدهکوونکي پر عمومي او تخنیکي زده کړو بوخت وو چې له ډلې یې ۴۸ سلنه نجونې او ۵۲ سلنه نور یې هلکان وو.
Views: 114
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP