Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نړیوالې ټولنې د ۴۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو نغدي بسته کابل ته راورسېده

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): مرکزي بانک وايي، د نړیوالې ټولنې د ۴۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو نغدي بسته کابل ته راورسېده او یو سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.­

افغانستان بانک پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، نن (د زمري ۹) د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونو امریکايي ډالرو یوه بله نغدي بسته کابل راورسېده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه اندازه پيسې، چې نن کابل ته را ورسېدې، د هېواد يو سوداګريز بانک ته وسپارل شوې.

دغه بانک د نړيوالې ټولنې له مرستو د مننې ترڅنګ، له هغوى غواړي چې له افغانستان سره په نورو برخو کې هم تعامل او همکاري وکړي او په دې لاره کې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.