ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د افغانستان عامې روغتیا وزارت د بیزو تڼاکې له ناروغۍ سره د مبارزې لپاره لازم چمتووالی لري»

«د افغانستان عامې روغتیا وزارت د بیزو تڼاکې له ناروغۍ سره د مبارزې لپاره لازم چمتووالی لري»

author avatar
23 Aug 2022 - 16:58
«د افغانستان عامې روغتیا وزارت د بیزو تڼاکې له ناروغۍ سره د مبارزې لپاره لازم چمتووالی لري»
author avatar
23 Aug 2022 - 16:58

کابل (پژواک، ۱ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د «بیزو تڼاکې» له ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د لازم چمتووالي خبره کوي چې د روغتیا نړۍ­وال سازمان، په بېلابېلو هېوادونو کې د دغې ناروغۍ د مثبتو پېښو د ثبتېدو له امله، بېړنی روغتیايي حالت اعلان کړی دی.

د بیزو تڼاکه د انسان او حیوان ترمنځ یوه ګډه ناروغي ده چې له شخص سره د نږدې اړیکې، ککړ حیوان او یا پر دغه ویروس د ککړو توکو له لارې انسان ته لېږدېدلای شي.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، اوسمهال د روغتیا د نړۍ­وال سازمان په ۷۱ غړیو هېوادونو کې ۱۴زره کسان پر دغې ناروغۍ اخته او پنځه ترې مړه شوي دي.

د روغتیا نړۍ­وال سازمان (WHO) پرون په خپله رسمي فیسبوکپاڼه کې «د بېزو تڼاکه د عامې روغتیا د بېړني حالت په توګه اعلان شوې» تر عنوان لاندې یو مطلب خپور کړ.

په دغه مطلب کې راغلي چې اوسمهال په ځينو کې هېوادونو کې د بیزو تڼاکې ناروغي شته ده.

سرچینې لیکلي، په ځینو مواردو کې، پر دغې ناروغۍ اخته کسان له درملنې پرته په بشپړ ډول ښه کېږي، خو په یو شمېر نورو مواردو کې، ښايي دغه ناروغي ډېره پرې سخته شي.

په دغه مطلب کې راغلي، پر مخ، لاسونو، پښو، بدن، سترګو، خوله او نورو ځایونو کې له تڼاکو سره یوځای د پوستکي دانې او دغه­راز سخته تبه، د لنفاوې غدې پړسوب، د سر درد او د عضلو دردونه، د دغې ناروغۍ نښې دي.

سرچینه زیاتوي، د دغې ناروغۍ د مخنیوي لار دا ده چې پوستکی د بل چا له پوستکي سره ونه لګول شي، له پوستکي سره د خولې له تماسه مخنیوی وشي، جنسي اړیکې ټینګې نه شي او دغه­راز لاسونه، توکي، فرشونه، بستره، دستمال او جامې په منظمه توګه ومینځل شي.

په ورته وخت کې، د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، تر اوسه په هېواد کې د دغې ناروغۍ کره شمېر په لاس کې نشته، خو په ننګرهار ولایت کې څو کسان چې د دغې ناروغۍ نښې پکې وې، ثبت شوي دي.

نوموړي د بیزو تڼاکې ناروغۍ له امله د بېړني روغتیايي حالت د اعلان په تړاو د روغتیا نړۍ­وال سازمان له خوا د خپور شوي مطلب په اړه وویل، یاد وزارت د دغې ناروغۍ د درملنې او مخنیوي لپاره لازم چمتووالی لري.

خو سرچینې د چمتووالي د څرنګوالي په اړه معلومات ور نه کړل.

Views: 25

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.