شبرغان (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۱): د جوزجان د فوټبال لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکلو په موخه د دغه ولایت د ښوونځیو لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې.
د جوزجان د بدني روزنې امریت د فوټبال فدراسیون مسوول محبالله یما رحیمزی وایي، دغه سیالۍ چې د شبرغان ښار د ښوونځیو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ پيل شوې دي، د یوې میاشتې لپاره به دوام ولري.
هغه زیاته کړه: «د دغو سیالیو موخه د جوزجان د ښوونځیو له شاګردانو د غوره فوټبالرانو ټاکل دي چې په دوو عمرونو کې انتخابېږي، موږ له دې ډلې د پوهنې ریاست ولایتي منتخب ټیم د ۱۴ کلونو او ۱۶ کلونو عمر لرونکو لوبغاړي انتخابوو.»
هغه زیاته کړه، هغه غوره څېرې چې له دغو لوبډلو څخه انتخابېږي، د ولایتونو ترمنځ سیالیو کې به هم لوبېږي.
د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال عبدالرووف ارین پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د جوزجان لوبډلې لپاره د غوره فوټبالرانو د ټاکلو په موخه پېل شوې ډي.
هغه د دغه ډول سیالیو ترسره کول د زدهکوونکو د بدني او فکري ودې لپاره ګټور وبلل.
د جوزجان د ابن یمین لېسې د لسم ټولګي زدهکوونکي احمدرشاد پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه هڅه کوم څو په دغو سیالیو کې ښه وځلېږم او په راتلونکي کې د هېواد د ملي لوبډلې غړی شم او د دغه ولایت یو ویاړ و اوسم.»
نوموړي د ورزش په نورو برخو کې هم د ورته سیالیو پر دوام ټینګار وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP