ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما وايي، درې کارکوونکې یې د موقت وخت لپاره توقیف شوې خو حکومت يې ردوي

يوناما وايي، درې کارکوونکې یې د موقت وخت لپاره توقیف شوې خو حکومت يې ردوي

author avatar
12 Sep 2022 - 20:28
يوناما وايي، درې کارکوونکې یې د موقت وخت لپاره توقیف شوې خو حکومت يې ردوي
author avatar
12 Sep 2022 - 20:28

کابل (پژواک ۲۱ وږی ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت وايي، د دوی درې افغان ښځينه کارکوونکې د امنیتي کسانو له خوا په موقت ډول د پوښتنو لپاره توقیف شوې دي، خو حکومت وايي چې د ملګرو ملتونو اړوند کومه ښځينه کارمنده نه ځورول شوې او نه هم توقیف شوې ده.

 له يوناما څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې ملګري ملتونه ددوی د ښځينه کارکونکو د ځورولو د پای ته رسولو غږ کوي.

سرچينه وايي، ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپلو افغان ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د واکمنو چارواکو د کړنو په اړه خپله ژوره اندېښنه په ډاګه کوي. ملګري ملتونه له واکمنو چارواکو غواړي چې په ټول هېواد کې د ازاد تګ راتګ په ګډون د ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د ټولو کارکوونکو امتیازاتو او خونديتوب ته د درناوي په برخه کې خپل مکلفیتونه ترسره کړي.

سرچينه زياتوي، د واکمنو چارواکو له خوا د ملګرو ملتونو د افغان ښځینه کارکونکو د ځورونې يوه نوې څرګندېدونکې نمونه شته، له هغې جملې د نن ورځې یوه پېښه چې په هغه کې د ملګرو ملتونو درې افغان ښځينه کارکوونکې د واکمنو چارواکو د وسله والو او امنیتي کسانو له خوا په موقت ډول د پوښتنو لپاره توقیف شوې دي.

سرچينه کاږي، ملګري ملتونه په سملاسي ډول د خپلو افغان ښځینه همکارانو د دا ډول ګواښونو او ډارولو د پای ته رسولو غوښتنه کوي او پر واکمنو چارواکو غږ کوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ټولو کارکوونکو د امنيت او خوندیتوب لپاره دې روښانه تضمينونه پلي کړي، چې د نړيوال قانون پر اساس د افغانستان له مکلفیتونو څخه دي.

د سرچينې په حواله، ملګري ملتونه له واکمنو چارواکو غواړي چې په افغانستان کې د ټولو خلکو لپاره د بشري حقونو نړیوالو مکلفیتونو ته درناوی تضمین کړي.

خو د اسلامي امارت ویاند مرستیال بلال کريمي وايي چې ‏په افغانستان کې د ملګرو ملتو اړوند کومه ښځينه کارمنده نه ځورول شوې او نه هم توقیف شوې.

ده زياته کړې: «‏البته په کندهار کې د ښځينه وو له یوې تجمع څخه د امر بالمعروف کارکوونکو معلومات غوښتي، کله چې واضح شوې چې هلته د ملګرو ملتو اړوند ښځينه دي، بېرته منصرف شوي او هيڅ کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.»

Views: 96

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.