ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده راخوشی شو

اروزګان کې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده راخوشی شو

author avatar
16 Sep 2022 - 15:36
اروزګان کې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده راخوشی شو
author avatar
16 Sep 2022 - 15:36

ترينکوټ (پژواک، ٢٥ وږى ١٤٠١): د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې يو ماشوم د تښتوونکو له بنده راخوشی شوی او له دې پېښې سره په تړاو درې کسان هم نیول شوي دي.

د يادې موضوع په تړاو د اروزګان امنیې قوماندانۍ د امنیت امر امین‌الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولایت د مرکز ترينکوټ د خيرو کاريز سيمه کې د عملياتو پر مهال يو ماشوم له تښتوونکو ژغورل شوى دى.

هغه وايي چې دغه ماشوم درې مياشتې مخکې له کندهار ولايته تښتول شوى و او دلته په يوه کور کې ساتل کېده.

ده وويل چې د دغه ماشوم د تښتولو په تور يوه ښځه او دوه سړي نيول شوي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.