ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: تاریخ‌تېر درمل وینه پر زهرو اړولی او د مرګ سبب کېدای شي

ډاکټران: تاریخ‌تېر درمل وینه پر زهرو اړولی او د مرګ سبب کېدای شي

author avatar
21 Sep 2022 - 16:19
ډاکټران: تاریخ‌تېر درمل وینه پر زهرو اړولی او د مرګ سبب کېدای شي
author avatar
21 Sep 2022 - 16:19

کابل (پژواک، ۳۰ وږی ۱۴۰۱): ډاکټران وايي، د تاریخ‌تېرو درملو د کارونې له امله کېدای شي وینه پر زهرو واوړي، مختلف حساسیتونه پیدا شي، پښتورګي، ځيګر او هضمي سیستم له کاره ولویږي او د انسان د مرګ لامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره وایي، په تېر یوه کال کې یې نږدې ۲۰۰ ټنه درمل له درملتونونو راټول کړي او له منځه یې وړي دي.

د کابل د انتاني ناروغيو د روغتون ډاکټر صادق نعیمي  پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تاریخ‌تېرو درملو کارونه د انسان په بدن کې پر زهرو اوړي، مختلف حساسیتونه پیدا کوي او ورو – ورو د انسان د مرګ سبب ګرځي.

دی وايي، ډاکټران د دغسې ناروغانو لپاره چې تاریخ‌تېري درمل یې خوړلي وي، لومړی په بدن کې د حساسیت کمولو لپاره زیار ګالي، مایعات ورکوي او مختلف درمل هم ورته کاروي څو روغتیا ترلاسه کړي.

د ده په اند، د افغانستان د ولایتونو په مرکزونو کې کېدای شي د تاریخ‌تېرو درملو کارونه نه وي، خو په ځینو لرو سیمو کې شته چې د عامې روغتیا وزات یې باید جدي څارنه وکړي او په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی زیات کړي.

د یاد روغتون بل ډاکټر فریدالله عمري وویل: «د درملو په قطي لیکل شوې نېټه وروستۍ ورځ ده او له هغه وروسته موږ باید نور درمل ونه کاروو، د درملو تاریخ ترڅنګ د درملو ساتنه هم مهمه ده؛ ځکه که په سم ځای کې ونه ساتل شي نو د درملو کېفیت له منځه ځي.»

دی وايي، د تاریخ‌تېرو درملو له کارونې «شدید تسمم» پیدا کېږي، پښتورګي او ځيګر او هضمي سیستم له کاره لويږي، د انسان معافیت راټیټوي او دا امکان هم لري چې د تاریخ‌تېرو درملو کارونې له امله ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکړي.

دغه‌راز د داخله ناروغیو ډاکټرې مینه صدیقي – چې د کابل ښار د ده افغانانو په سیمه کې کتنځی لري – وایي چې د تاریخ‌تېرو درملو کارونې له امله د انسان په بدن کې حرارت لوړیږي، پر بدن د الرژۍ یا حساسیت نښې ښکاري، د اکسیجن کچه رالویږي او نفس‌تنګي پیدا کېږي.

دا وايي: «که تاریخ‌تېري درمل وکارول شي، په بدن کې وینه په زهرو بدلېږي، په وینه کې مختلف فکټرونه موجود دي؛ له هغه سره د تاریخ‌تېرو درملو په واسطه بیروني شیان یو ځای کېږي او د وینې حرکت دروي… ماغزو او زړه ته د وینې نه رسېدل  د انسان د مرګ سبب کېږي.»

هغې زیاته کړه، له لرو سیمو داسې ناروغان ورته راځي چې تاریخ‌تېري درمل یې کارولي وي، خو د بېړنۍ مرستې په موخه د رګونو خلاصولو لپاره اقدامات کوي، د الرژي له حالته د وتلو لپاره درمل ورکوي او د ډېرو مایعاتو څښلو سپارښتنه ورته کوي.

د ډاکټرې صدیقي په وینا، د تاریخ‌تېرو درملو مخنیوي لپاره تر بل هر چا حکومت باید بېړني اقدامات وکړي، هېواد ته را وارېدېدونکي درمل او په هېواد کې دننه درملتونونه وڅاري، د دغه کار لپاره د څارنې ډلې ډېرې او د عامه پوهاوي په برخه کې هم اړینې کړنې تر سره کړي.

هغې وویل چې تاریخ‌تېري درمل په ځانګړي ډول د امیدوارو ښځو، ماشومانو او نورو ناروغانو ژوند ژر ګواښلی شي.

دې وویل چې کورنۍ هم باید په دې برخه کې لاس تر زنې ونه اوسي او پوره دقت وکړي چې تاریخ‌تېري درمل ونه کاروي.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره وایي چې د تاریخ‌تېرو درملو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغې ادارې په تېر یوه کال کې نږدې ۳۰۰ ټنه انرژيانې او مختلفې نوشابې، نږدې ۲۰۰ ټنه درمل او دوه نیم ټنه صحي محصولات – چې تاریخ تیري او بې‌کېفیته وو- له منځه وړي او ۱۰۶ هغه درملتونونه یې هم بند کړي چې په خپل سر یې فعالیت کاوه او جواز یې نه درلود.

دغه‌راز یادې ادارې د وږي په ۲۱مه، خبر ورکړ چې په تېره یوه میاشت (د زمري له ۱۴مې د وږي تر ۱۴مې پورې) د کابل ښار په څلورو زونونو او مختلفو ناحیو کې ۷۲ درملتونونه د فارمسست او فعالیت جواز نه لرلو له امله بند شوي دي.

Visits: 180

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.