ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د چرمي موزو «چمبوس» تولیدونکي د دغه صنعت رکود ته اندېښمن دي

تخار کې د چرمي موزو «چمبوس» تولیدونکي د دغه صنعت رکود ته اندېښمن دي

author avatar
24 Sep 2022 - 18:09
تخار کې د چرمي موزو «چمبوس» تولیدونکي د دغه صنعت رکود ته اندېښمن دي
author avatar
24 Sep 2022 - 18:09

تالقان (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۱): چرمي موزې «چمبوس» د هېواد په شمال، په ځانګړې توګه تخار ولایت کې یو له پخوانیو او مشهورو لاسي صنایعو څخه ګڼل کېږي او د خلکو ترمنځ خپل مینه‌وال لري؛ خو اوس دغه صنعت د بهرنیو وارداتو د زیاتوالي له امله د رکود له ګواښ سره مخ دی.

په تخار کې د دغه صنعت تولیدونکي له حکومته غواړي چې لاسي صنایعو ته وده ورکړي او د هغو خلکو ملاتړ وکړي چې د وطني تولیداتو د ژوندي ساتلو لپاره هڅې کوي.

د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د چرمي موزو تولیدونکی خال محمد چې له کلونو راهیسې وطني چرمي موزې جوړوي وايي، مخکې د دغه صنعت بازار ښه و خو اوس نږدې دوه کاله کېږي چې د خلکو بېوزلي او د اقتصادي وضعیت خرابوالی د دې لامل شوی چې دغه صنعت له رکود سره مخ شي.

هغه وايي، مخکې به یې د ورځې یوه جوړه موزې جوړولې او په پنځه او شپر سوه افغانیو به یې پلورلې چې د خپلې اووه کسیزې کورنۍ لګښت یې له همدې لارې ترلاسه کاوه.

د هغه په خبره، اوس د خلکو اقتصادي بېوزلي او د بهرنیو وارداتو زیاتوالی د دې لامل شوی څو دغه صنعت د رکود له ګواښ سره مخ شي.

نوموړي له حکومته وغوښتل څو د یاد صنعت ملاتړ وکړي.

د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د چرمي موزو بل جوړونکي رحمت‌الله چې له کلونو راهیسې دغه کار کوي وايي، که څه هم چې د موزو تولید اسان کار نه دی؛ خو د دودیزو وسایلو په وسیله هڅه کوي څو دغه حرفه له خلکو هېره نه شي.

هغه چې دغه کار ورته له پلرونو ورپاتې دی زیاتوي، وطني موزې د غواګانو، پسونو، وزو او هوسۍ له پوستکي جوړوي او ښې ځانګړتیاوي لري.

نوموړی وايي، تولیدات یې ګاونډیو هېوادونو لکه تاجکستان، ایران او ازبکستان ته هم صادرېږي او له همدې لارې د ژوند چارې مخته وړي.

رحمت‌الله اقتصادي ستونزې او بهرني واردات هغه لاملونه بولي چې د وطني تولیداتو د پیکه کېدو لامل شوي او ټینګار کوي حکومت باید د وطني تولیدوونکو ملاتړ وکړي.

په ورته مهال، د چرمي موزو یو شمېر کاروونکي بیا د دغه صنعت د ښه‌والي یادونه کوي او په اړه داسې وايي.

د ینګي‌قلعه ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرسول وايي: «د چرمي موزو کارولو له امله د اوړي په ۴۵ درجې تودخه کې ګرمي او په ژمي کې د هوا سوړوالی نه احساسېږي؛ د چرمي موزو کاروونکي د پښو له درده په امن وي او ډېری کلیوال او قومي مخور له یاد وطني صنعته ګټه اخلي.»

بلخوا، د تخار د صنعت او سوداګرۍ خونې امر خالد حقجو ډاډ ورکوي چې حکومت د وطني تولیداتو ملاتړ او له کورنیو تولیدوونکو سره به همکاري کوي، څو خپل تولیدات په بازارونو کې په مناسبه بیه وپلوري.

د یادونې ده، چرمي موزې د هېواد په شمال کې يو له وطني تولیداتو ‎شمېرل کېږي چې تر ډېره د ازبکانو ترمنځ ښه نوم لري.‎

Visits: 106

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.