ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په یو شمېر وزارتونو او ادارو کې نوې ګومارنې وشوې

په یو شمېر وزارتونو او ادارو کې نوې ګومارنې وشوې

author avatar
25 Sep 2022 - 23:58
په یو شمېر وزارتونو او ادارو کې نوې ګومارنې وشوې
author avatar
25 Sep 2022 - 23:58

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت په یو شمېر وزارتونو او نورو حکومتي ادارو کې نوې ګومارنې کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د تلې په ۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا ټاکنې د امیرالمؤمنین د حکم پر اساس شوې دي.

سرچینې زیاته کړې چې مخدوم مولوي عبدالحق د کورنیو چارو د پالیسۍ او ستراتیژۍ د معین، د پکتیا اوسنی مرستیال والي شیخ عزیزالرحمن منصور د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او دیني مراکزو د انسجام د معین او د غزني مخکنی امنیه قوماندان مولوي بازمحمد د کرنې وزارت د طبیعي منابعو او اوبو لګولو د تنظیم د معین په توګه ګومارل شوي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د پکتیا زون د نظامي محکمې مخکنی قاضي مولوي عزیزالله برهاني د یادې محکمې د ريیس، د لوګر مخکنی مرستیال والي مولوي انعام الله د پکتیا ولایت د مرستیال او مولوي محمدظفر غازي د پکتیا زون د نظامي محکمې د اجرائیه قوماندان په توګه مقرر شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.